The news is by your side.

نړۍ کې له کرونا رغېدلي کسان تر یو ملیون واوښتل

خبریال وېب پاڼه/د وروستیو معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې له کرونا د جوړو شویو کسانو شمېر تر یو ملیون واوښت.

د روغتیایي بنسټونو د وروستیو معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۳ ملیونه او ۲ لکه او ۱۹ زرو اوښتی، له دغې وبا څه د بېرته رغېدلو کسانو مجموعي شمېر هم تر یو ملیونه او ۳ سوه کسانو پورې لوړ شوی دی.

امریکا کې بیا په کرونا د اخته کسانو شمېر تر څه د پاسه ۱ ملیون او ۶۴ زرو پورې رسېدلی چې د نړۍ تر بل هر هېواد لوړه شمېره ښیي. په دغه هېواد کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر هم تر بل هر هېواد زیات دی. په امریکا کې د مړو شویو کرونا ځپلو شمېر تر ۶۱ زرو پورته ښودل شوی دی.

اروپا مېشتی ایټالیا د کرونا وبا له امله د زیاتې مړینې په دویم کتار کې ځای لري چې تر ۲۷ زو زیات کسان یې د کرونا له امله مړه شوي، اسپانیا په دریم کتار کې چې شاوخوا ۲۴ زره کسان یې وژل شوي، په فرانسه کې د مړینې شمېر څه د پاسه ۲۳ زره، بریتانیا ۲۱ زره، بیجیم تر ۷ زره زیات، جرمني، ایران، برازیل او چین په ترتیب سره ورپسې هغه هېوادونه دي چې ډېرو کسانو یې د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په آسیا کې له ایران او چین وروسته د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه د کرونا تر سخت برید لاندې راغلي دي او په ګاونډ کې تر تر چین او ایران وروسته پاکستان کې هم په چټکۍ سره کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده. تر اوسه پاکستان کې شاوخوا ۱۵ زره کسان په کرونا وبا اخته دي او تر ۳۰۰ زیات وګړي یې وژلۍ هم دي.

د افغانستان لپاره هم تېرې دری اونۍ د کرونا له امله سختې وې چې د کرونا ځپلو شمېر څه کم ۲۰۰۰ کسانو ته لوړ شو او د مړو شویو کسانو شمېر هم تر دې دمه ۶۱ ښودل شوی دی. په ټول هېواد کې له کرونا وبا څخه د رغېدلو کسانو شمېر هم ۲۲۸ کسان ښودل شوی دی.

په دې وروستیو کې افغانستان ته د مرستو لړۍ هم چټکه شوې ده او تمه ده په نیږدې راتلونکي کې د ایران په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو څخه د روغتیایي توکو او تجهیزاتو څو بکسې را ورسېږي. حکومت هم د دغې وبا پر وړاندې تمرکز زیات کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance