The news is by your side.

امریکا: خلکو ولي د څارویو ساتنې ته مخه کړي ده ؟

امریکا کې د کرونا ویروس د خپریدا سره سم د څارویو ځایونه خالي شوي ، ځکه يو زیات يا لوی شمیر خلک په کورونو کې د پاتې کیدو سره يي د څارویو ته پام وراوښتي او یا هم غواړي چې څارویو سره د قرنطین پر مهال خپل پام بدل او خپل ساعت تیر کړي .

په همدې کال کې امریکا کې د څارویو د يوې خیریه مؤسسې رئيسې ، کیټي بلاک وايي ، چې په تیرو وختونو کې یې دومره خلک نه و  لیدلي چې دومره لوی شمیر څاروي دې خپل کړي او دوي دې پالنه وکړي..

کيټي وايي  د هغو خلکو شمیر چې د څارویو کورونو ته پناه وروړي هم په چټکۍ سره لوړیږي. د هرې استوګنې کور څخه ورته راپورونه شتون لري او دا خورا ښه ښه خبره او د دې لپاره خوښوونکي ده ځکه په خبره يي دې کار د ډیری څارویو ژوند ژغورلی دی.

کیټي بلاک د متحده ایالاتو د انساني ټولنې مشر هم  ده ، کوم چې په متحده ایالاتو کې د 400 څخه ډیر د څارویو کورونو سره کار کوي.

د کیټي په وینا ، د 19 کوډ له خپریدو وروسته په متحده ایالاتو کې دڅارویو ډیری کورونه تړل شوي وو ځکه چې خلکو ته د کور دننه پاتې کیدو امر شوی و نو ځکه خو لیدل کیږي چې خلکو څاروي له ځان سره يو ځای ساتلي .

سپي ، پېشوګانې ، اوزې ، میږې او ګڼ نورو حیوانات اوس خلک له ځانه سره يو ځای وسوي ، ځکه چې له کوروته ورته د وتلو اجازه نشته .

کلیفورنیا د سان ډياګو ښوونکې جلیان هیلري وايي دې هم په کور کې د پاتي کیدو قرنطین ( لاک ډون ) سره د څارویو له کور څخه يو سپي د ځان لپاره اخستي ترڅو ورسره په کور کې پاتي شي .

هیلري وویل چې هغه ، میړه او دوه ماشومان يي اوس هر وخت په کور کې پاتې کیږي او د سپي ساتلو او پاللو لپاره ډير وخت لري.

هیلري خپل سپي میسن نومولی دی ، کوم چې هغه وايي موږ به ښه پاملرنه او روزنه ورکړو. دا ډیر ښه ساتیري هم ده.

میسن  يي د  ماشومانو لپاره عالي ملګری ثابت شوی دی. هغه وايي  د ښوونځي ملګري يي ورک و او د هغه تشې د ډکيدا په لټه کې وو،  چې باالخره يي ميسن هغه تشه راډکه کړه .

په متحده ایالاتو کې د ډیری څارویو  کورونو په وینا ، د کورونا ویروس ناروغۍ له امله  په روانو څو ورځو کې يي د څارویو د اخستونکو شمیر پهډراماتیک ډول لوړ شوی.

شیري فرانکلین په سان فرانسسکو کې د څارویو فلاحی اداره پرمخ وړي. هغه وايي چې د هغې د 25 کلونو خدمت په جریان کې ، هغه هیڅکله د څاروي دا ډول خرڅلاو او د خلکو له لورې ساتنه يي نه وه لیدلي .

فرانکلین وویل چې دا د انسان او څارویو دواړو لپاره ښه دی چې د کورونا ویروس ناروغۍ په دې غیر معمولي ورځو کې سره نږدي شوي.

هیره دې نه وي چې په دې وروستیو کې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د خپریدا له کبله خلک په کرونو کې بند دې ، بازارونه ، هټي ، پارکونه ، هوټلونه او ګڼ تفریحي ځایونه تړل شوي او کاروبار په ټپه دریدلي دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.