افغان سوله کې د رسنیو پر خپلواکۍ ټینګار
خبریال وېب پاڼه/ د مې میاشتې درېیمه نېټه په نړیواله کچه د رسنيو د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کیږي.
دا مطبوعاتو او رسنیو د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې راځي، چې د افغان سولې بهیر کې د افغاني رسنیو د خپلواکۍ برخلیک په اړه اندېښنې هم موجودې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما ویلي د رسنیو خپلواکي باید وساتل شي او په دې برخه کې لاسته راوړنې باید له لاسه ونه وځي.
همدا رنګه د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم ويلي باید د افغان سولې بهیر کې د رسنیو خپلواکي وساتل شي.
دغې کمېټې ویلي د ٢٠٢زېږدیز کال د پیل راهیسې د خبریالانو پر وړاندې اتلس د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوي دي.
د همدې ترڅنګ ولسمشرۍ ماڼۍ هم افغانستان کې د رسنیو خپلواکي د حکومت مهمه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې افغانستان په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله په ښه حالت کې دی.
د ملي امنیت شورا د همدې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي چې حکومت تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو زرو پنځه سوه قضیو ته رسېدنه کړې ده.
په هم مهاله توګه د افغانستان په څېر په جګړه اییز هېواد کې د مطبوعاتو او خبریالانو کار خورا له ستونزو ډک دی.
د افغانستان ډېر شمېر خبریالان د خبري پوښښ پر مهال په چاودنو کې شهیدان شوي دي او لا هم زیات خبریالان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
له کرونا ویروس یا کووی١٩ډ وبا خپرېدو سره هم مهاله د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی څو ورځې وړاندې وویل، چې د افغانستان د بېلابېلو رسنیو ٤٠ خبریالان پر کرونا ویروس اخته شوي دي. چې په نوي مورد کې فیاض حمید په شمول د اریانا نیوز ټلوېزیون څلور خبریالان پر کرونا ویروس ککړ شوي.
د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د کوویډ١٩ ناروغۍ یو شمېر ناروغو خبریالانو وضعیت د ډاډ وړ بللی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.