The news is by your side.

لغمان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو وېره

خبریال وېب پاڼه/ که لغمان ولایت کې د کابل بانک ستونزه حل نه شي نو ډېری خلک به په کرونا اخته شي.

په دې کرونايي او قرنطیني چاپېریال کې دولتي کارکوونکي او د کابل بانک مراجعین د خپلو پیسو لپاره په دې لین کې له کرونا ولې داسې بې پروا ولاړ دي؟

کابل بانک او ولایتي اداره ولې دې ستونزې ته د حل لاره نه ګوري؟

دولتي کارکوونکي او د لغمان اوسیدونکي وایي، د دغه ستونزې حل لپاره باید څو موارده په پام کې ونیول شي.

۱: د هرې ادارې معاش دې د هغوی د معتمدینو له لارې خپله د افغانستان بانک لخوا اجرأ شي، که نه کیږي نو د لغمان دوه معتبرې ادارې یې ولې د معتمد له وجه څخه ترلاسه کوي؟

۲: کابل بانک دې د اې ټي ام ماشین نصب کړي تر څو مراجعین ۲۴ ساعته ډول هر وخت یې چې زړه وغواړي خپل معاش ترلاسه کړي.

۳: کابل بانک اداره دې خپل کاري وخت اضافه کړي او څو شفټه کار دې وکړي.

۴: خپل کاري ظرفیت ته په کتو سره د کابل بانک له خوا دې هرې ادارې ته خبر ورکړل شي چې ستاسو کارمندان په کومه ورځ او څو بجو کې د معاشونو لپاره راشي،

۵: که چېرته د یوې ادارې د کارمندانو معاش د کابل بانک له خوا هماغه ادارې لخوا معرفي شوي مسؤول شخص ته وسپارل شي او همدا شخص به یې بیا خپله اداره کې توزېع کړي.

۶: نظامي ادارې او د معارف ریاست چې تر نورو ادارو نسبتاً پراخ تشکیل لري، باید د کابل بانک نماینده همدې اداراتو ته لاړ شي او همالته دې په نوبت سره توزېع وکړي.

۷: دا وړاندیز په لغمان کې پلی کول ستونزمن دی خو د راتلونکي لپاره یوه ښه طرحه ده، دا چې د کرونا له امله نغدې پیسې هم د وایروس د انتقال سبب ګرځي، ډیجیټل پیسو باندی باید کار وشي، چې معاش د موبایل ځانګړی حساب ته جمع شي او کله چې شخص خریداري کوي، پلورنکي ته د موبایل له لارې پیسې انتقال کړي، لکه په اوس وخت کې د MTN مخابراتي شرکت د مومو سیستم.

لغمان کې نور بانکونه هم د ورته ستونزو سره مخ دي.

تراوسه اړوندو مسؤولینو او ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance