روسیه دې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې پند واخلي
خبریال وېب پاڼه/ په بغلان ولایت کې مدني فعالان چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریال د لمانځنې په پار را ټول شوي و، پر روسیې غږ وکړ چې افغانستان کې دې د شوروي اتحاد له ماتې پند واخلي.
د بغلان مدني فعالان وایي، روسیه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د افغانستان د دوښمنو ډلو او ترهګرو ملاتړ دې پرېږدي.
دوی وایي، که روسیه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې او حکومت ضد ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، افغان حکومت به د سیاست میدان وبایلي.
د بغلان مدني فعال نوید شکورزاده وایي، که روسیه زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته لا دوام ورکړي، نو د پخواني شوروي اتحاد پر برخلیک به اخته شي او هم به د سیاست میدان وبایلي.
مدني فعال صفي الله اغا زاده افغانستان کې د جګړې دوام د روسیې او یو شمېر بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې لامل بولي او پر وینا یې چې د سولې خبرې هم ځکه مثبتې پایلې نه ورکوي.
دوی د یو پرېکړه پر لوستلو پر روسیې غږ وکړ، چې د پخواني شوروي اتحاد پر لاس د وژل شویو افغانانو غرامت دې ورکړي، د حکومت ضد ډلو ملاتړ دې پرېږدي او افغانستان ته د خپلو سرتېرو د رالېږلو په اړه دې خوبونه نه ویني او نه دې هم غیر مسؤولانه څرګندونې کوي.
یاد مدني فعالان وایي، هېڅ افغان به په افغانستان کې د روسیې سرتېرو شتون وغواړي او نه به هم افغانستان ته د روسیې ځواکونو راتللو ته اجازه ورکړي.
دوی وایي، روسیه دې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې او ټوټې ټوټې کېدلو پند واخلي او په پوره هڅو دې د افغان حکومت ضد ډلو فشارونه زیات کړي چې جګړه بس کړي او له افغان حکومت سرا سوله وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.