The news is by your side.

له طالبانو باید د هوکړې لپاره نړیوال ضمانت واخیستل شي

خبریال وېب پاڼه/ کندوزیان وايي طالبانو څخه دې د سولې د هوکړې پر مهال باید نړیوال ضمانت واخیستل شي.

د کندوز والي د امریکا سرپرست سفیر سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د چهارشنبې په ورځ د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د ویډيو کنفرانس له لارې کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسون سره د کندوز، په روان وضعیت مفصلې خبرې وکړې.

په دې بحث کې ټينګار وشو چې کندوز کې د کومکونو لړۍ چټکه او هر کومک پرخپل وخت اړمنو ته ورسیږي.

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پرمهال وویل، کندوز کې تحمیلي جګړه، کرونا وژوونکی مرض او وزګار تیا هغه درې سترې ستونزې دي چې د خلکو ژوند يې سخت زیانمن کړی دی، نو په کار ده چې د خوراکي، غیر خوراکي او په ځانګړې توګه بنسټيزې روغتیایي مرستو ته خاصه پاملرنه وشي.

په دې اړیکه کې په کندز کې په روان وضعیت او په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د جنایتونو په اړه اندېښنه وښودل شوه، چې د قطر له ناستې او لاسلیک شوې هوکړې وروسته طالبانو له هېڅ راز ظلم، ورانیو، د شنو ونو پرېکول، صحرايي محکمو کې د ملکي خلکو شکنجې کول او نور جنایتونه هغه څه دي چې د دغه ولایت اوسېدونکي ترې په تنګ راغلي دي.

په همدې اړه ښاغلي نعیمي زیاته کړه، د کندوز ولسونو غوښتنه د اده چې د طالب وسله والو سره هر ډول د سولې هوکړې پرمهال باید نړیوال ضمانت واخیستل شي ځکه پر وینا يې طالبانو له خپلو کړو ژمنو سرغړونه وکړه او د پخوا په پرتله يې سترو ظلمونو ته مخه کړې ده.

دغه راز، د امریکا سرپرست سفیر د خپلو خبرو په دوام وویل، امریکا د هېواد په شمال په ځانګړي توګه کندوز کې د انکشافي کارونو لپاره خاصه پاملرنه لري او ټينګار يې وکړ چې اوس مهال به شمال ختیځ زون ته د کرونا سره د مبارزې په برخه کې خپل شته امکانات د دولت سره په همغږۍ په کار واچوي، تر څو افغانان د دغې وبایي مرض څخه خوندي پاتې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance