په ٤ ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت چارې پیل شوې
خبریال وېب پاڼه/ په څلورو نورو ولایتونو کې هم د «کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د پروژې چارې پیل شوې.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې تر کابل، هرات او دایکندي وروسته د کندهار، پکتیا، بامیان او لوګر په ولایتونو کې هم پیل شوې.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د عملي کېدو چارې تېره ورځ د کندهار ولایت د مرکز اړوند د کوکران په سیمه کې د دې ولایت د والي حیات الله حیات او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د کندهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د کرنې د ودې او د یاد ولایت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه:
«د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې د کندهار ولایت اوسېدونکو لپاره یو بل ښه فرصت دی او ممیز خونو، زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د کندهار ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.»
د کندهار والي وویل، چې د کندهار ولایتي اداره د کرنیزو توکو د پیاوړتیا ترڅنګ هغوی ته د بازار موندنې لپاره ژمنه ده او په روان کال کي به په ټولو دولتي قراردادونو کي کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي.
په همدې حال کې د کندهار د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به د دې ولایت کرنیز محصولات لکه پیاز، کچالو، انار، انګور او داسې نور مېوې او سابه د خوسا کېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د خوسا کېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی.
دغه راز سلاکار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان کټوازی د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدا پیل او هېوادوالو ته د کاري زمیني برابرول او پر وخت د معقولو تابیاوو نیول وستایل او وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوال په ځانګړې توګه بزګران د دوی د محصولاتو د خوسا کېدو له وجې اندېښمن کړي و.
په بامیانو کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د عملي کېدو چارې په هغه غونډه کې، چې د بامیان والي او ددې ولایت سیمه اییزو چارواکو شتون درلود پیل شو.
د بامیانو والي محمدطاهر زهیر د دې ولایت د کرنې د ودې په برخه کې د کرنې وزارت هلې ځلې وستایلې او ویې ویل، حکومت برنامه لري او هلې ځلې کوي، چې په اوسني بحراني شرایطو کې بزګران او کلیوال خلک زیانمن نه شي.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وویل، چې دغه پروژه ددې ولایت په مرکز پل علم، او د برکي برک، خوښۍ، څرخ او محمدآغې په ولسوالیو کې پلي کیږي.
د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي یادې پروژې د لوګر بزګرانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلل.
د لوګر یو قومي مشر او بزګر محمد داوود مېلمه د کرونا په پېر کې د کرنې وزارت له فعالیتونو څخه مننه وکړه او د لوګر ولایت د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړېدل هم د هغو پروژو برکت وبلل، چې مخکې په دې ولایت کې پلي شوي ول او د نورو پروژو د پلي کېدو غوښتونکی شو.
دغه راز د لوګر والي محمد انور خان اسحق زي په خپلو خبرو کې د یادو پروژو پر روڼتیا خبرې وکړې ترڅو د لوګر بزګران او ځمکوال په سمه او لویه کچه له دغو پروژو څخه ګټه پورته کړي.
نوموړي دغه پروژې د بزګرانو د اقتصادي کچې په لوړولو او د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په پار ښه فرصت وبلل.
ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي.
دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.