افغان مشرانو سیاسي هوکړې ته رسېدل یوه جدي اړتیا ده
خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی پيرمایدون وايي، اوسنیو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د افغان مشرانو سیاسي هوکړې ته رسېدل یوه جدي اړتیا ده.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله یوې سیاسي هوکړې ته نږدې شوي دي.
پيرمایدون ټینګار کوي چې سیاسي هوکړې ته افغان رهبرانو رسېدل په اوسنیو ستونزو د حل له پاره جدي اړتیا ده.
مایدون د اروپايي ټولنې ملي ورځې په مناسبت په یوه پيغام کې ویلي دي چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د سولې او ارامتیا له پاره یې ملاتړ کوي او له دې هېواد سره سیاسي اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي.
د دې ټولنې ځینې نورو استازو هم په بېلا بېلو پيغامونو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي غوښتونکي شوي دي او هیله یې څرګنده کړې ده چې د بین الافغاني خبرو پيلېدو سره افغانستان کې سوله ټینګښټ ومومي.
ارګ او سپېدار یوې هوکړې ته د رسېدو په درشل کې!
سپيدار ماڼۍ وايي، خبرې روانې دي او ترڅو راتلونکو ورځو پورې به وروستۍ شي.
جنرال دوستم ته ځینې نږدې څېرې چې د عبدالله عبدالله له ملاتړو څخه دي وايي چې دوی دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو له پاره سترګې په لار دي.
ارګ او سپېدار بیا دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې وروستي کېدو ته د اشارې نه کولو سره وايي چې خبرې روانې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.