The news is by your side.

پکتیکا کې طالب اورپکو ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/د پکتیکا ولایتي چارواکي د خیر کوټ ولسوالۍ په حسن خېلو کلي کې پر ملکي وګړو او قومي مشرانو د طالب اورپکو د ډزو کولو خبر ورکوي.

ویل کېږي طالب اورپکو تېره ورځ مازدیګر مهال د پکتیکا د خیر کوټ ولسوالۍ په حسن خېلو کلي کې پر لمانځه ته روانو ملکي وګړو باندې ډزې کړې دي چې د ماشومانو په ګډون یې ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه پېښه کې یوې ماشومې په ګډون درې تنه قومي مشران وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون دوه تنه ټپیان شوی دي.

د پکتیکا ولایت  امنیه قوماندني هم پېښه تاییدوي او زیاتوي چې مازدیګر ناوخته دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې خلک د مازدیګر لمونځونو ته روان وو چې د وسله والو طالبانو لخوا ډزې ورباندې شوې دي او په نتېجه کې د یوې ماشومې په ګډون درې تنه عام کسان وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي، خبر پاڼه زیاتوي چې یاد کسان ټول قومي مخور وو او هېڅ ډول دولتي دنده یې نه لرله.

په ورته وخت کې د پکتیکا امنیه قومانداني په وازیخوا ولسوالۍ کې هم د یو قومي مشر د وژلو خبر ورکوي چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.
د سیمي اوسیدونکي هم د دغې پېښه په اړه بیا وایې چې دوو تنو وسله والو په یو دوکان په عامو وګړو ډزې کړې چې یاده مرګ ژوبله اړولې او د تلو په وخت کې وسله والو هوایې ډزې هم کړې دي چې ګویا اربکیان یې په ووشتل.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د خیرکوټ ولسوالۍ په همدې کلي کې هم نه معلومو کسانو د تراویحو پر مهال د عام خلکو په منځ کې لاسي بم اچولی وو چې شاوخوا ۲۰ کسان یې ټپیان کړي وو.

په دې وروستیو کې د طالب اورپکو لخوا په ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي چې دي افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

بل پلو د حکومت په ګډون امریکا او نړیواله ټولنه هڅه کوي طالب اورپکي بین الافغاني مذاکراتو ته را وبولي او تاوتریخوای کم کړي خو د دغې ترهګرې ډلې لخوا تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

طالب اورپکو تر دې مهاله په پکتیکا کې د شوي برید په هکله څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance