The news is by your side.

پکتیا کې طالبانو ١٢ ملکي وګړي له ځان سره بېولي

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ مندوخېلو سیمه کې بېګا شپه طالبانو له جومات څخه د تراوېح لمونځ پر مهال ١٢ ملکي وګړي نیولي او له ځان سره وړي دي.

طالبانو یاد ١٢ تنه ملکیان د سیمه اییزو پولیسو په لیکو کې د دندو ترسره کولو په تور له ځان سره بېولي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېب پاڼې ته ویلي، طالبانو ټول ملکي کسان وړي دي، چې ګواکې دوی د محلي پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کوي اوس مهال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري د یادو کسانو د را خلاصېدو په پار پلټنې روانې دي.

یاده سرچینه وایي، طالبان په دې کار سره غواړي، خلک له حکومت سره له همکارۍ او مرستې منع کړي.

د طالبانو له دې کار معلومیږي چې دوی غواړي، دا ملکیان وروسته د حکومت د بندیانو په نوم د بندیانو د خوشې کولو په لړۍ کې ازاد کړي.

طالبانو په ورته مهال ملکیانو ته د زیان رسولو او ورانکارۍ ته هم لاس ور اچولی.

د طالبانو له لوري په وروستیو بریدونو کې ملکیانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې، په داسې حال کې چې دوی باید د سولې د هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم کړی وی او د بشر نړیوالو حقونو ته په کتو یې پر ملکي وګړو زړه سېځلی وی.

بل خوا خبریال وېب پاڼې ته رسېدلي معلومات ښیي چې د طالبانو د پېښور او کوټې شورا له لوري وسله والو طالبانو ته یې په افغانستان کې د چریکي جګړې او بریدونو د زیاتېدو امر شوی.

د طالبانو په بریدونو کې به ملکي او نظامي تأسیسات په نښه کیږي، د برېدونو ډولونه به بېل وي، لکه ځانمرګي بریدونه، موټر بم بریدونه، ډله اییز بریدونه، سړک غاړۍ ماین چاودنې او نور شامل وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance