The news is by your side.

پراویغور مسلمانانو ظلم ؛ امریکا پرچین بندیزونه لګوي‌

خبریال وېب پاڼهد امریکا متحده ایالاتو او د چین ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا تر بل هر وخت شونې شوې ده .

کانګریس په بشپړ اکثریت سره داسي‌یو بل منظور کړ چې پر چین د بندیزونو غوښتنه ورکي‌شوې ده . په بل کې غوښتنه شوې ده چې ډونالډ ټرمپ دي‌ د د ایغوريمسلمانانو سره د چین د ناوړه چلند له کبله پر هغه هیواد بندیزونه ولګوي‌.

دا لایحه په کانګریس کې د لوی اکثریت یعني‌(۴۱۳) رایو په تاید تصویب شوې ده ؛ اوس انتظار دادی چې ولسمشر ټرمپ به پر دغه لایحه عمل وکړيکه څنګه .

ملګريملتونه وايي‌ چې چین د شینجن په ایالت کې پر ایغوري مسلمانانو د ترهه ګري په نوم تورونه پوري کړي دي‌ او شا وخوا یو میلیون کسان یې په کېمپونو کې اچولي دي .

چین بیا بیا ویليديچې دا کسان یې د زدکړو لپاره په کمپونو کې اچولي‌ دي‌.

ولسمشر ترمپ لا له وړاندي داسي‌ایشارې ورکړې وې چې پر چین به اقتصادي بندیزونه ولګوي .

اټکل دی چې د اویغور د بشري حقونو پالېسۍ قانون به د چین پر ځانګړو چارواکو بندیزونه لګوي چې د اویغور وګړو په ځپنه کې لاس لري. په دغو کسانو کې د کمونېست ګوند رئیس چن کوانګ وو هم شامل دی.

د دې قانون له مخې به د امریکا حکومت کانګرس ته په شینجن سیمه کې د بشري حقونو د وضعیت او د چین له‌خوا د ډله‌ییز توقیف او څار په اړه راپور وړاندې کوي.

چین چې په لویه کې د نړۍ پر اقتصاد قابض صنعتي هیواد بلل کېږي ښايي ددې بندیزونو له کبله له اقتصادي بحران سره مخامخ شي .

د امریکا او د نړۍ د اکثره لویو پرمخ تللو هیوادونو ډېری کارخانې په چین کې دي ؛ د اپل ټلیفونونه او کمپېوټرې هم په چین کې جوړیږي‌خو د لوړ قیمت د مالونو سره سره چین د بېوزله هیوادونو یا په نړۍ کې د بیوزله او کمزورو اقتصاد لرونکو وګړو لپاره اکثره په ټیټه بیه توکي هم جوړوي چې دا علت بلل کېږي چې ددوی د اروپا او امریکا پر اقتصاد کې لویه ونډه ده .

کار پوهان په دې باور دي چې که چېرته پر چین دا بندیزونه ولګول شي ؛ ښايي د امریکا او چین ترمنځ اړیکي لا نوري ترینګلې شي چې د چین هیواد ته به اقتصادي تاوان واوړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.