The news is by your side.

نړیوال بانک وايي د افغان حکومت له ټولو ملي برنامو ملاتړ کوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسؤول هینري کرالي له ولسمشر غني سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې د کرونا له امله د رامنځ ته شوي وضعیت منفي اغېز پر کورنیو راکم کړي.

نوموړي ویلي نړیوال بانک د افغان حکومت له ټولو ملي او بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې دایمي پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

په دې کنفرانس کې ولسمشر غني هم ویلي چې افغانستان د کرونا له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دوی هڅه کوي د کارنده پروګرامونو په مرسته ستونزې حل کړي.

په دې غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم برخه لرله او د کرونا ویروس پراختیا یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

په ورته مهال نړیوال بانک له افغان حکومت سره هم د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره میلیونونه ډالره مرسته وکړه، افغان حکومت تر لاسه کړې او د نړیوال بانک هیله لري، چې افغان حکومت به یې پر ځای ولګوي.

له افغان حکومت سره د کرونا ویروس د مبارزې لپاره د یو شمېر هېوادونو او اروپایي ټولنې له لوري هم نغدي مرسته شوې، خو حکومت پر سمه نه ده لګولې او نه یې هم د کرونا ویروس په هېواد کې را مهار کړی شو.

د کرونا ویروس له امله د افغانستان اقتصاد بېرته په ځوړ لاړ سوداګري د څو میاشتو لپاره په ټپه درېدلې وه، چې په دې وروستیو څو اوونیو کې د سیمې له هېوادونو سره سوداګذیزې اړیکې بېرته پیل شوې، خو د کرونا ویروس چې د افغانستان اقصتاد ته ټکان ورکړ، هېواد به په راتلونکو کلونو کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ولري.

خو په ورته وخت کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د پیسو ارزښت څخه د ملاتړ زېرمې د نهه میلیاردو ډالرو څخه اوښتي دي. چې د تېر کال په پرتله یې پنځه سوه میلیون ډالره ارزښت لوړ شوی.

مرکزي بانک وایي، د دې سربېره چې له هېواد بهر د کرونا ویروس له امله د دغه بانک ګټه راټیټه شوی بیا هم د هېواد د ارزښت زېرمو لوړوالی موندلی.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د کرونا ویروس یا کوم بل مورد پر وړاندژ د مبارزې په پار دغه زېرمو څخه ګټه اخیستل د تورم بیه لوړوي او د توکو بیې هم لوړوالی مومي.

تېر کال د هېواد ارزښتي زېرمو شمېر اته میلیارد او پنځه سوه میلیون ډالرو ته رسېده.

اوس مهال مرکزي بانک د دغو پیسو څه باندې اووه سوه میلیارده یې په نړیوالو بانکونو او سترو مالي شرکتونو پانګونه کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.