The news is by your side.

بولسونارو هم د روغتیا نړیوال سازمان نه د وتلو ګواښ وکړ

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان سره په رسمي توګه خپلې اړیکې پرې کړې، اوس د  برازیل ولسمشر هم ورته ګواښ کړی دی.

وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان ته له پرلپسې ګواښونو وروسته څه موده مخکې له دغه سازمان سره په رسمي توګه خپلې اړیکې وشلولې، اوس د  برازیل ولسمشر هم ورته ګواښ کړی دی. نوموړی زیاتوي، دوی چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره کومې آیډیالوژیکې اړیکې احساسولې، هغسې څه  نه دي شوي نو په خبره یې ښایي له دغه سازمان  سره پرېکون وکړي.

د برازیل ولسمشر ژائیر بولسونارو د کویډاـ۱۹ له راتګ سره هڅه کوله  خپلو هېوادوالو ته  دغه ویروس او وبا  کم ارزښته او بې خطرې وښیي خو په ډېره کمه موده کې د امریکا متحده ایالاتو له برخلیک سره مخ شو او لویه بشري فاجعه یې په هېواد کې خپره شوه.

نبولسو نارو چې د برازیلي ټرامپ په نوم هم یادېږي، د امریکا د ولسمشر په څېر د کرونا  وبا ناروغانو ته د هیدروکسي کلروکین درمل له کارولو څخه هرکلی کوي. دغه درمل د نړیوالو روغتیایي بنسټونو لخوا تائید شوی نه دی خو بیا هم ټرمپ او د برازیل ولسمشر یې د کرونا وبا لپاره اغېزمن بولي.

د برازیل ولسمشر په خپل هېواد کې د کرنتین او ګرځبندیز کلک مخالف دی او همدا لامل دی چې د کرونا وبا په کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او له امریکا او بریتانیا  وروسته دریم هېواد دی چې د کرونا وبا له امله یې زیاته قرباني ورکړې ده. په دغه هېواد کې تر ۳۵ زرو زیات کسان د  کرونا وبا له امله وژل شوي دي. همداراز په دغه هېواد کې شاوخوا ۶۴۶ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي دي.

یوازې تېره جمعه په برازیل کې د کرونا وبا له امله ۱۰۰۵ کسانو خپل ژزوند له لاسه ورکړی ؤ. د برازیل روغتیایي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې په کرونا وبا اخته کسان تر یادې شوې اندازې هم  زیات دي ځکه په وینا یې په دغه هېواد کې د  ټېسټ آلې کمې دي او نه شي کولی ټولو شکمنو پېښو ته په وخت لاسرسی وکړي.

تر اوسه په برازیل کې د کرونا وبا له امله ۲۶۶ زرو زیات کسان بېرته رغېدلي هم دي چې دا په رکونا د اخته کسانو دریمه برخه تشکیلوي.

د روغتیا نړیوال سازمان او نورو هېوادونو تر اوسه د برازیل د ولسمشر ګواښ ته غبرګون ښودلی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance