The news is by your side.

د جون په مه۲۲ د تورخم او چمن دروازې صادراتو پرمخ خلاصېږي

خبریال وېب پاڼه/ په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د پاکستان حکومت ورسره منلې د جون په ۲۲ به د افغانستان د صادراتو پرمخ د تورخم، چمن دروازې او همدا راز غلام خان بندر خلاصوي.

د نوموړي په وینا، دغه راز هوکړه شوې ده، چې غلام خان بندر به له دواړو لوریو د صادراتو او وارداتو لپاره پرانستل کېږي.

مشعل وایي، دغه پرېکړه د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ چې د جون له ۱۵ څخه تر ۱۸ پورې په تخنیکي موضوعاتو کار کوي، نیول کېږي او هیلې شته چې همداسې دوام وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وایي، همدا راز له پاکستان سره له نږدې کار کوي، چې دغه حکومت ډېر ژر وکولی شي د غلام خان بندر ترانزیټي لار هم جوړه کړي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه کېږي، چې له څه وخت راهیسې تر ډیورنډ کرښې هاخوا اوسېدونکو د دغو دروازو د بندېدو پر ضد لاریونونه وکړل او ژر تر ژره یې د خلاصېدو غوښتنه وکړه.

پاکستان هر کال په همدې موسم کې چې د افغانستان میوې او سبزیجات رسېږي او پاکستان ته یې د صادرېدو اړتیا وي، په یوه او بله بهانه دغه لار بندوي او افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.

اوس د کرونا له خپرېدو سره د څو میاشتو محدودیتونو سره د پاکستان له لوري دا څوم ځل دی چې د افغان سوداګرو پر مخ د تورخم او چمن لارې تړي. چې له امله افغان سوداګرو او په ځانګړې توګه افغان کروندګرو ته د مېوو او سبزیجاتو د خوسا کېدو له امله مالي تاوان رسېدلی دی.

سږ کال که څه هم په هېواد کې هوا او موسم د یو شمېر مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو د خرابېدو لامل شوې، خو بیا هم د هېواد مېوو او سبزیجاتو ښه حاصلات ورکړي.

افغان بزګران له حکومت غواړي چې حاصلاتو ته یې مناسب بازار رامنځته کړي او د امکان په صورت کې دې یې بهرنیو مارکېټونو ته هم وړاندې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.