The news is by your side.

د کرېکټ د وتلي ستوري راشد خان مور وفات شوه

خبریال وېب پاڼه/د کرېکټ د ډګر ستوري او مشهور توپ اچوونکي راشد خان آرمان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د وتلي ستوري او مشهور توب اچوونکي راشد خان آرمان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن پنجشنبې د روان زیږدیز کال د جون میاشتې په ۱۸ مه نېټه ابدي ژوند ته لبیک ووایه.

څو ورځې وړاندې راشد خان آرمان په خپل ټویټر باندې خپلې مور ته د دوعاء غوښته کړې وه او نن له څو ورځو وروسته یې مور بي بي ابدي دایعې ته روح وسپاره.

دا په داسې حال کې ده چې پوره یو کال وړاندې د راشد خان پلار هم د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی ؤ او د یو کال په تېرېدو سره د مور له سیوري هم بې برخې شو.

د ده د مور د مړینې خبر لومړی یو شمېر کسانو په ټولنیزو رسنیو خپور کړی چې بیا وروسته د په فسبوک د کرېکټ لوبڅار  بسم الله جان شینواري هم د ملي لوبغاړي راشد خان د مور د مړیني خبر په خپله فېسبوک پاڼه باندې خپور کړ او نوموړي ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

څو ورځې مخکې د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي حمید حسن پلار هم ناروغ ؤ چې د څو ورځو په تېرېدو سره یې په خپله ټویټر پاڼه د پلار د روغتیا خبر شریک کړ.

په دې وروستیو کې د کرورنا وبا له امله د عمر خوړلو مړینې زیاتې شوې دي او هره ورځ لسګونه کسان د هېواد په کچه مري خو د روغتیایي امکاناتو د نشتون له امله یې د مړینې څرنګوالی نه په ډاګه کېږي او ډېری خو یې د عادي ناروغیو له امله مړینه تائدوي.

تر اوسه په نړیواله کچه کوم مشهور لوغاړي او یا په کور د ننه مشرانو سیاسیونو د راشد د مور بي بي د مړینې له کبله څه نه دي ویلي.

د خبریال وېب پاڼه مشرتابه او اداري هم د راشد خان د مور په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او نوموړي او کورنۍ ته یې د تسلیت او صبر هیلې او مراتب وړاندې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance