د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره د مناسبو شرایطو برابرېدل
خبریال وېب پاڼه/ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د بل هر وخت په پرتله د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره مناسب شرایط برابر شوې دي.
افغانستان له بل هر وخت څخه زیات د سولې ټینګښت لپاره نږدې شوی دی.
د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو دویمې ورځې په پای کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره شرایط د بل هر وخت په پرتله زیات برابر دي او ناټو له هغو هڅو څخه چې د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لامل شي، ترې هرکلی کوي.
له دې سره نوموړی وایي په افغانستان کې وضعیت لا هم پیچلی او ستونزمن دی او په دې هېواد کې د سولې بهیر کې د پرمختګونو سربېره تاوتریخوالي دوام موندلی دی.
د ناټو عمومي سرمنشي وایي، طالبانو لا هم تاوتریخوالی څنګه چې لازمه وه نه دی کم کړی.
بل خوا د امریکا مرکزي ځواکونو قوماندان تاییدوي چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر اته زره او شپږ سوه تنو ته راکم کړی او که چېرې طالبان خپلو ژمنو باندې عمل وکړي امریکا به د راتلونکې می میاشتې پورې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي.
د دې په څنګ کې رويټرز خبري آژانس یو شمېر راپورونه خپاره کړي، چې د لویدیځ زبرځواکونو د هغو طالب بندیانو د خلاصون په تړاو چې خونړیو بریدونو کې لاس لري، د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي.
رویټرز خبري آژانس د لویدیځو هېوادونو په ګډون د پنځو سرچینو له خولې راپور ورکړی، چې د هغو طالب جنګالیو خلاصون چې اقلیت ډلو باندې یې تر ټولو زیات خونړیو بریدونو کې لاس لرلی دی، د سرې کرښې څخه د تېرېدو په معنا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالب بندیانو د خلاصون بحث د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې تر ټولو اصلي ننګونه شمېرل کیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.