مسؤلین: مزارشریف کې د بېنډيو حاصلات زیات شوي
خبریال وېب پاڼه / د مزارشریف یو شمیر کروندګر وایي د تیرو کلونو په پرتله یې سږکال د بېنډیو حاصلات ډیره زیات شوي دي.
بېنډۍ د هېواد یو له هغو سبزیو څخه شمیرل کیږي، چې ډېر اخیستونکي لري او یو شمیر بیا وایي په هیواد کې د مزار بېنډۍ بیا د ښه خوند له امله ترټولو ډېر اخیستونکي لري.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي سږ کال د مزار شریف د بېنډيو حاصلات ۱۵زره ټنو ته پورته شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ د ریاست امر ذبیح الله زوبین وایي ، چې د دوی ارزونې په ګوته کوي چې سږکال د دغه ولایت د بېنډيو حاصلات د پام وړ زیاد شوي او دا به د بزګرو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
زوبین زیاته کړه ، چې ، تېرکال د بلخ د بېنډیو حاصلات ۱۴زره ا و ۴۹۶ متریک تنو ته رسېدل خو په خبره یې ښايي دا شمیره سږکال ډیره زیاته شي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا سږکال د بېنډیو حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې ٦ سلنه زیات شوي دي.
دوی وایي، دا بینډۍ د مزار سربیره د هیواد یو شمیر نورو ولایتونو ته هم د پلور لپاره وړل کیږي او مینه وال هم لري.
خو بل لورته کروند ګر بیا د یاد ولایت دکرنې پر ریاست نیوکه لري او وایي، چې که څه هم دوی ډیره هڅه کوي په دې ولایت کې کرنیزه برخه غني کړي خو د دوی په خبره د کرنې ریاست یې لاسنیوی نه کوي.
احمدعلي یو له هغو بزګرانو دی، چې په خپلو کروندو کې یې بینډۍ کرلي دی وایي، په ډيرو سختو ستونزو یې خپل فصل حاصل ته رسولی دی.
علي زیاتوي، چې په ځلونو یې د کرنې له ریاست نه د بیلابیلو ناروغیو لپاره د مرستې غوښتنه کړې خو په خبره یې لاسنیو یې نه دی شوی.
بزګران وایي که د کرنې ریاست یې پر وخت لاسنیوی وکړي او د ناروغیو د درملنې او د پير او پلور لپاره یې مناسب بازار غمه وکړي نو راتلونکي کال ته به له دې هم زیات تولید ولري.
مزار شریف دهیواد یو له هغو ولایتونو څخه شمیر کیږي چې د بینډیو ترڅنګ یې خټکي هم په هیواد کې نوم لري اوپه بیلابیلو ولایتونو کې یې مینه وال شته دي.
خو وخت ناوخته یې کروندګر د حاصلاتو د پلور پرمهال د ستونزو یادونه کوي او وایي، کله یې چې حاصلات ورسیږي د پلور پرمهال ورسره هیڅ مرسته نه کیږي.
د اقتصادي چارو پوهان هم پر حکومت نیوکه لري او وایي که د هیواد شته کرنیزه برخه کنترول او حاصلات یې په منظم ډول د پلان له مخې ترتیب او وپلوري نو ښايي ډير ژر له دې برخې ډیر عاید ترلاسه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.