د بولټن اثر نن خپرېږي، خلیلزاد یې طالب پال بللی
خبریال وېب پاڼه/د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن هغه اثر نن بازار ته وړاندې کېږي چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د خپرېدو په صورت کې ورته ګواښونه کړي وو.
د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن هغه اثر نن بازار ته وړاندې کېږي چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د خپرېدو په صورت کې ورته ګواښونه کړي وو. نوموړي ټرمپ د افغانستان لپاره د معلوماتو په کسرت تورن کړی او خلیلزاد یې له طالبانو سره د تودو اړیکو لاروی بللی دی.
جان بولټن د افغانستان لپاره د ټرمپ پر سیاستونو باندې توندې نیوکې کړې دي، تر دې چې تېره اونۍ یې په یوه مرکه کې ویلي وو چې ټرمپ د افغانستان په هکله دومره ناپوه ؤ چې د کرزي او اشرف غني توپیر یې نه شوی کولی.
ویل کېږي په دغه کتاب کې د ایران، روسیې، چین او افغانستان په اړه د ټرمپ سیاستونو ته کتنه ژوره کتنه شوې ده چې بازار ته له راوتلو وړاندې یې جنجالونه او د ټرمپ د ادارې لخوا شور جوړ کړی دی.
جان بولټن په خپل کتاب کې د افغانستان نوم ۱۴۳ ځله او د ولسمشر غني نوم ۱۷ ځله راوړی دی، خو ویلي یې دي ټرمپ تر ډېره وخته فکر کاوه چې د افغانستان اوسنی ولسمشر هم حامد کرزی دی.
د امریکا په را روانو ټاکنو کې د ټاکنیز په دې ګرم چاپېریال کې ټرمپ ته د بیا ځلي ولسمشر کېدو لپاره غځېدلې لاره ورځ تر بلې سختېږي او جنجال پسې جنجال ورته را مخکې کېږي. جان بولټن چې د همدې ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو کې د ملي امنیت سلاکار ؤ او بیا وروسته له ټرمپ سره د فکري ناسازۍ له مخې له دندې ګوښه شو، اوس یې په خپل یوه اثر کې ټرمپ ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
جان بولټن په دغه کتاب کې چې (هغه کوټه چې دا هر څه پکې وشول) نومیږي دا هم ویلي دي چې ټرمپ غوښتل په ډیره بې پروا توګه د خپل واک په لومړیو دوو کلونو کې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي او د دې ناکامۍ اصلي پړه پر پخواني ولسمشر اوباما ور واچوي.
نوموړي د اثر په یوه برخه کې لیکلي دي چې، ټرمپ په ډیرو ناستو کې سره له دې چې له افغانستانه د ترهګرو د ګواښونو په اړه پوهېده؛ خو بیا یې هم له دغه هېواده د خپلو ځواکونو پر ایستلو ټینګار کاوه او ان په یوې ناسته کې چې د مایک پومپیو او پخواني دفاع وزیر جیمز مټیس په ګډون نورو چارواکو هم ګډون درلود، ټرمپ څو وارې د یادو چارواکو د خبرو په پرې کولو سره له افغانستانه پر وتنې ټینګار وکړ، ده به ویل:
(افغانستان کې موږ ماته خوړلې، هر څه مو بایللي دي، هلته موجودیت مو تېروتنه ده، پریږدئ چې روسیه هلته ښکیله شي)
دغې کتاب ته ډېری افغانان هم په تمه دي چې د ټرمپ او په ټوله کې د افغانستان لپاره دامریکا له موخو خبر شي. تر دې وړاندې جان کېري هم په خپل اثر کې د اوسني او پخواني ائتلافي حکومت د مشرانو ځینې رازونه افشا کړي وو.
بولټن د خلیلزاد په هکله ویلي چې، په ۲۰۱۸ کال کې چې کله دی د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو نو خلیلزاد ورته راغی او ورته یې وویل چې د طالبان یوه ډله له امریکا سره خبرې اترې غواړي او په وینا یې ده ورته ویلي وو چې له طالبانو سره زیاتو لیدنو ته اړتیا نشته، خو د جولای په اخر کې خلیلزاد د طالبانو د اړیکو په پټ کانال بدل شو؟ او بیا افغانستان لپاره د سولې ځانګړی استازی شو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.