هند له خپلې خاورې نیمایي پاکستاني ډیپلوماتان شړي
خبریال وېب پاڼه/هند او پاکستان دوه هغه ملکونه دي چې خت نا وخت د یو د بل پر وړاندې تونده سیاست کاري کوي او د دې ټولو لامل د کشمیر لانجمنه سیمه ده چې دواړه لوري یې د خپلولو په هڅه کې دي.
هند برون سه شنبه پاکستان ته خبر ورکړ چې له نوي ډهلي څخه دې خپل پنځوس سلنه ډیپلوماتان وباسي. ویل کېږي دا ستونزه وروسته تر هغه را ولاړېږي، چې په اسلام آباد کې له هندي ډیپلوماتانو سره د پاکستان لخوا ناسم چلند شوی دی.
په هند کې پاکستاني ډیپلوماتانو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د یوې اونۍ په ترڅ کې دې له هند څخه خپلې کډې بار کړي. په ورته وخت کې هند په پاکستان کې د خپلو ډیپلوماتانو د کمولو پرېکړه هم کړې ده.
دغه دوه هېوادونه وروسته له هغه یو ځل بیا د یو بل پر وړاندې را پارېدلي دي چې هند له چین سره پر پوله باندې په اړو دوړو کې را ګیر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپال وروستي بیان کې ویلي دي چې د پاکستان یوشمېر ډیپلوماتان له ترهګرو ډلو سره په فعالت کې ښکېل دي او هڅه کوي د هند په خاوره کې کومه ستونزه جوړه کړي.
پاکستان د ترهګرۍ اصلي تمویلوونکی او روزونکی هېواد بلل کېږي چې وخت ناوخت په سیمه کې پرې ترهګریز فعالیتونه کوي.
هندي چارواکي وایي چې د تېرې مې میاشتې په ۳۱ مه نېټه یې هم دوه پاکستاني ډیپلوماتان لاس په لاس نیولي او له هېواد څخه یې شړلي وو.
دوی په پاکستان باندې تور لګوي چې په اسلام آباد کې یې د دوی د ډیپلوماتانو پر وړاندې وسلې را پورته کړې دي او د ټولو ډیپلوماتیکو اصلونو پولې یې نړولې دي خو پاکستاني لوری د هند دغه دعوه ردوي او وایي چې د دوی ډیپلوماتانو په اسلام آباد کې یو لاروی په موټر وهلی او ژوبل کړی ؤ نو په وینا یې ځکه د دوی پولیسو هغه ډیپلوماتان نیولي وو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي چې له پاکستان څخه د دوی ډيپلوماتان خپل هېواد ته سانه شوي دي او په وینا یې د دوی له څرګندونو معلومېږي چې د پاکستاني پلویسو لخوا ورسره ډېر زیاتی شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ کله چې له چین سره د هند پوله ساتو نښته کړې وه، پاکستاني پوځي چارواکو امنیتي ناسته کړې وه او د کشمیر په موضوع یې خبرې کړې وې. شنونکي وایي پاکستان له هر فرصت څخه په استفادې هڅه کوي هند ته لوی زیان واړوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.