بین الافغاني مذاکراتو ته د انتظار شېبې را لنډېږي
خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره بالاخره د انتظار شېبې را لنډېږي او تمه ده را روانه میاشت کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.
د افغانستان لپاره د ملګر ملتونو مشره دیبورا لیوینز وایي چې تمه ده راتلونکې میاشت د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه د پاسه سیوه اونۍ وړاندې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله هم ویلي وو چې په را روانو دوو اونیو کې به د بین الافغاني خبرو په تړاو ځینې معلومات او خوشخبرۍ هم شریکې شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مشره داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېطدو خبره کوي چې د وسله والو طالبانو لخوا په تاوترخوالي کې هېڅ کمی راغلی نه دی. دغې وسله والې ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی دی او په تېرو څو میاشتو کې یې سلګونو ملکیانو او سلګونو نورو نظامیانو ته تلفات اړولي دي. په ځوابي بریدونو کې زرګونه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې طالبانو له امریکایي لوري سره د سولې تړون لاسلیک کړ او تمه وه چې له همغې نېټې را په دېخوا د افغان امیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو په تاوتریخوالي کې د سپام وړ کمیوالی راشي خو برعکس دغې بریدونو نه یوازې دوام وکړ بلکې نور یې هم ډېر تاوتریخوالی وکړ.
خو اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشره دیبورا لیوینز وايي، د افغان دولت او طالبانو تر منځ مذاکرات به راتلونکې میاشت پیل شي.
مېرمن دیبورا لیوینز چې تازه د افغانستان ماموریت ته ګمارل شوې ده، څو ورځې وړاندې یې په قطر کې د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره هم کتلي وو.
نوموړې د افغان سولې په برخه کې د امریکا، قطر او ګڼو سیمه ییزو هېوادونو د هڅو ستاینه او ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.
د یادونې وړ ده چې لا هم د پنځه زره طالب او ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو د تبادلې لړۍ بشپړه شوې نه ده، هغه څه چې طالبان پرې ټینګار کوي او وايي، ترې وروسته به یوه اوونۍ کې د سولې خبرو ته حاضر شي.
د مصالحې عالي شورا یا هم ارګ تر اورسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو تېره ورځ ډاکتر عبدالله د امریکا د سولې انستیتیوت سره په خبرو کې وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.