The news is by your side.

د افغانانو خپلمنځي خبرو ناڅرګند برخلیک

خبریال وېب پاڼه/ د اروپایي ټولنې چارواکي وايي، د طالبانو دوام لرونکي ترهګریز بریدونه به د افغانانو خپلمنځي خبرې کمزوري کړي.

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو او د بهرنۍ پالیسۍ مشر ویلي چې د طالبانو دوام لرونکي ترهګریز بریدونه د افغانانو خپلمنځي خبرې ټکنۍ کوي.

رولاند کوبیا د خپلې ټویټر پاڼې یوه لیکنه کې د طالبانو د تاوتریخوالي او بریدونو ته اشاره کړې، د تاوتریخوالي د کموالي د نه منلو وړ کچه هغه هوکړه لیک سره په ټکر کې بولي چې دغې ډلې دوحه کې امریکا سره پرې لاسلیک کړی.

تر دې مخکې ښاغلي کوبیا د افغانستان حکومت او طالبانو څخه د اوربند ټینګښت تر څنګ غوښتي وو د ریښتنې پخلاینې او تل پاتې سولې لپاره دې اوسني تاریخي فرصت څخه پریکنده ګټنه وکړي.

ورته حال کې رویټرز ویلي وه ښایي، د افغانانو خپلمنځي خبرې د روان زیږدیز کال د راتلونکې میاشتې لومړیو کې پیل شي.

رویټرز طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو پر وړاندې اصلي خنډ د سلګونه طالب زندانیانو خوشې کېدل دي چې د افغانستان حکومت یې مخالف دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې طالبان د جګړې او تاوتریخوالي دوام سره د سولې خبرو پر وړاندې اصلي خنډ جوړوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو لپاره د چمتووالي له بشپړېدو وایي او زیاتوي چې ښایي دغه خبرې د جولاۍ میاشت کې پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance