The news is by your side.

له سیګار وروسته مېک هم په عوایدو کې د فساد خبر ورکړ

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان په تولو ادارو کې تل د فساد خبره کېږي خو اوس تازه مېک د مالیې وزارت د عاداتو د را ټولولو په بهیر کې د پراخ فساد خبر ورکوي.

د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډه خپلواکه کمېټه یا ميک په خپل وروستي بیان کې وایي چې د مالیې وزارت د عایداتو په را ټولولو کې پراخ فساد موجود دی او په خبره یې له دغې بهیر څخه د زورواکو جېبونه ډکېږي.

په دغه بنسټ کې تر دې وړاندې هم د زیاتو ستونزو راپورونه ورکل شوي وو. د مالیې وزارت په چوکاټ کې د عایداتو د را ټولونې بهیر کې ډېری زورواکان او لوړ پوړي دولتي چارواکي خپل کسان ګماري او له همدې لارې خپل شخصي جېبونو ته ورڅخه بډې وهي.

یوه اونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د روڼتیا بنسټ یا سیګار هم په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې افغانستان کې اداري فساد لا هم په پراخه پیمانه شته دی.

د سیګار په راپور کې راغلي وو چې لا هم په افغانستان کې په فساد د تورنو کسانو پر لوړو دندو ګومارل د جدي اندښنې وړ مسئله ده. د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر ټینګار کړی چې، افغان حکومت په دې وروستیو کې داسې کسان پر دندو ګوماري چې په فساد تورن دي او تر اوسه یې دوسیې له لویې څارنوالۍ سره پرتې دي.

همداراز په کابل کې د امریکا د سفارت شارژادفیر راس ویلسن په یوه ټویټري پیغامونو کې ویلي وو چې په دې وروستیو کې نړیوالو بنسټونو معتبر راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې د فساد د ډېروالي ښکارندويي کوي.

د نوموړي په خبره دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او ژر تر ژره دې افغان حکومت په دې برخه کې اړین او پیاوړي اقدامات وکړي. د امریکا د سفارت مرستیال وایي له فساد سره مبارزه ددوی لومړیتوب او مهم ماموریت دی خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره خپله تګلاره مشخصه کړي.

میک په یوه راپور کې ویلي دي چې لا هم د افغانستان د ګمرکونو عواید د زورواکو او با نفوذه کسانو جیبونو ته ځي او د عوایدو د راټولولو په بهیر کې فساد موجود دی. دغه اداره اندېښنه ښيي چې که حکومت د ګمرکي عوایدو د ټولولو لپاره منظم پلان جوړ نه کړي، شفافیت رامنځ ته نه کړي نو د فساد لوړېدونکې کچه به خطرناکه وي.

تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو بنسټونو هم د افغانستان په بېلو برخو کې د فساد راپور ورکړی دی. د میک د راپور په اړه د مالیې وزارت بیا ویلي چې دوی د راپور هرکلی کوي او هڅه کوي له دې راپور په استفادې په خپلو چارو کې اصلاحات راولي.

د یادونې وړ ده چې څه موده مخې ارګ څه د پاسه ۶۰ کسان د فساد په تور باندې چې ډېری یې د ګمرکاتو رییسان وو، ممنوع الخروج اعلا کړي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance