حکمتیار: بین الافغاني خبرو کې دې حزب د اپوزیسیون په توګه ومنل شي
خبریال وېب پاڼه/ د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو کې ګډون لپاره د اپوزیسیون په توګه د اسلامي حزب منل کېدل، حکومت ته د شرط په توګه وړاندې کړ.
حکمتیار چې نن دوشنبه یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل تر هغه بین الافغاني خبرو کې ګډون نه کوي چې اسلامي حزب په رسمي ډول د اپوزیسیون په توګه نه وي منل شوی.
هغه همداشان وویل اسلامي حزب به په هغه صورت کې د سولې خبرو کې برخه اخلي چې پوه شي دا خبرې مثبته نتیجه ورکولی شي.
سرچینې وایي ټاکل شوې ده چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د راتلونکې جولای میاشتې په جریان کې په قطر کې ترسره شي.
حکمتیار نن د خپلو خبرو په جریان کې اوسنی جوړ شوی ګډ حکومت ناکامه او د ملي یووالي د حکومت تکرار وباله.
هغه وویل تر هغې چې حکومت له دوی سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوي.
حکمتیار وویل تر اوسه د ولسمشر غني او اسلامي حزب ترمنځ د شوې هوکړې منځپاڼګه نه ده عملي شوې.
د حکمتیار په وینا لا هم د څه باندې دوه زرو حزبي بندیانو لېست د حکومت پر میز پروت دی، چې باید خوشې شوي وای.
هغه همدا شان وویل چې د سولې روان بهیر کې باید څلور اړخونه چې درې یې مخکښ ټاکنیز ټیمونه او یو یې د پخواني ولسمشرحامد کرزي اړوند کسان دي، برخه واخلي او دا بهیر دغو محورونو پورې وڅرخي.
اسلامي حزب څه باندې درې کاله وړاندې له حکومت سره د سولې هوکړه وکړه، خو اوس ګیله لري چې ولسمشر غني ورسره پر کړیو ژمنو باندې عمل نه دی کړی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.