غني د لوګر عمومي وضعیت ارزونې په موخه دې ولایت ته په سفر تللی
خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني لوګر ولایت ته د عمومي وضعیت د ارزونې په پار په سفر وتلی، په دغه سفر کې له نوموړي سره لوړ پوړی دولتي پلاوی ملتیا کوي.
د راپورونو له مخې نوموړی نن سهار د لوګر ولایت مرکز پل علم ته رسېدلی او په پام کې ده چې په دغه سفر کې د لوګر ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې ترڅنګ پر یو شمېر امنیتي موضوعاتو او نورو برخو هم له امنیتي مسؤولینو، قومي مخورو او یو شمېر ځوانانو سره وګوري.
ولسمشر غني په داسې مهال لوګر ولایت ته دغه سفر کوي، چې دې وروستیو کې لوګر ولایت د لویو لارو په ګډون په یو شمېر سیمو کې د نا امني د ډېرښت راپورنه خپاره شول، چې له امله یې ځايي خلک او مشران اندېښمن شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د نوي حکومتي دورې له پیل سره دا د ولسمشر غني لومړنی ولایتي سفر دی چې لوګر ولایت یې لري.
اوس مهال د افغانستان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون او د مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دی، خو د طالب وسله والو له لوري تاوتریخوالی زیات شوی، لویې لارې نا امنې شوي او ملکیان هم زیات ځورول کیږي.
لوګر کې د نا امنۍ زیاتېدو له امله ولسمشر دې ولایت ته چې پلرنی ټاټوبی یې هم دی، سفر کړی او د دې ولایت عمومي وضعیت له نزدې ګوري.
خو په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي وضعیت د لوګر په پرتله لږ ډېر څه کړکېچن دی، خو دا چې ولسمشر به نورو نا امنو ولایتونو ته د امنیتي وضعیت د لیدنې او ارزونې په موخه سفر وکړي یا نه؟ معلومه نه ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.