The news is by your side.

ولسمشر غني د لوړې مراسم !

خبریال ډاټ کام/ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته راغی او له خپلو امنیتي ځواکونو سره یې نظامي تشریفات وکړل. په غونډه کې د ګڼو کورنیو مېلمنو په ګډون د ۳۵ هېواد سفیران هم ګډون لري.

دې مراسمو ته د سیمې او نړۍ ګڼ شمېر مشران او استازي راغلي دي. له مراسمو څو شېبې وړاندې له ښاغلي زلمي خلیلزاد سره یو ځای په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اعلی قومندان سکاټ مېلر هم د لوړې مراسمو لپاره ارګ ته راغی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، لومړي او دویم مرستیال او همداراز په اقتصادي، تجارتي او د فقر د له منځه وړلو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر د لوړې مراسم یې ترسره کړل.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به له خپلې اوسنۍ کابینې سره کار ته دوام ورکوي او وروسته به د یو نوي او ټول شموله حکومت بنسټ ږدي. ده زیاته کړه چې له خپلو پرونیو سیاسي سیالانو نه مې هیله ده چې راځئ، لاس راکړئ چې سبا جوړ کړو او یوې تلپاتې سولې ته په ګډ دریځ کار وکړو. نوموړي دا هم وویل چې د بلتون وخت پای ته رسېدلی او په کار ده چې ګډ کار وکړو.

د سولې لپاره یې په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې که له طالب وسلوالو سره سوله د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته ونکړي، دا سوله به هېڅ معنا و نه لري.

ښاغلي غني په خپله وینا کې د طالب بندیانو د خوشي کولو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې سبا به د هغوی په هکله یو فرمان ورکړي. د ولسمشر د وینا پر مهال د د چاوندنو او درنو ډزو غږونه واورېدل شول او غونډه یې په لنډه وینا را ونغاړله خو زیاته یې کړه چې ما مې دې او ورته پېښو ته خپله سینه سپر کړې او د هېوادوالو لپاره هرې قربانۍ ته چمتو یم.

د یادونې وړ ده چې هخوا په سپېدار ماڼۍ کې پخواني اجرائیه رییس هم د همه شمول موازي حکومت د لوړې مراسم ترسره کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance