The news is by your side.

د بادغېس د غنمو حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی

خبریال وېب پاڼه/د بادغېس ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو له ۱۲ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. دوی زیاتوي چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د غنمو بزګرانو ته ښه کال بلل کېږي.

سږنی کال د هېواد زراعت ته د نورو کلونو په پرتله یو غوره هغه بلل کېږي چې په ټولو ولایتونو کې د اوبو کمښت نه احساسېږي او په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بادغېس د چارواکو په همغږۍ وايي چې سږ کال د بادغیس ولایت د غنمو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، سږ کال په دغه ولایت کې مجموعاً ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱‍۲ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

د بادغیس ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب تایب وايي چې په ناڅاپي ډول د اخیستل شویو نمونو څخه معلوميږي، چې په یو هکتار ځمکه کې آوي غنمو شاوخوا ۳.۴۷ ټنه او للمي غنمو ۲.۱۴ ټنه حاصل ورکړی دی.

ددغه وزارت د اټکل له مخې سږ کال په مجموعي ډول څه د پاسه ۱۶۱ زره او ۸۸۹ ټنه غنم په دغه ولایت کې تولید شوي دي چې د تېر کال د حاصلاتو په پرتله شاوخوا ۱۲.۲۷ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

د کرنې وزارت د بادغیس ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب تایب په حواله لیکلي، په کافي اندازه د بارانونو اورښت او د ۸۱۷ ټنه اصلاح شویو تخمونو ویش په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګرځیدلی دی او ویل کېږي چې د دغه ولایت بزګران له سږني حاصل څخه زیات خوشاله دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ تېر کال د آوي غنمو اندازه په هر هکتار ځمکه کې ۳.۱۴ مټریک ټنه او د للمي غنمي اندازه په هر هکتار ځمکه کې ۲.۱ مټریک ټنه ښودل شوې وه.

یاده دې وي چې تېر کال په بادغیس ولایت کې ټولټال د ۶۳ زره او ۶۱۸ هکتاره ځمکې د غنمو د حاصل اندازه ۱۴۴ زره او ۱۹۱ مټریک ټنه ښودل شوې وه، چې سږ کال پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سږ کال د هېواد له هرې څنډې په زراعتي سکټور کې د ښه خبرونه را مخکې کېږي چې دغې حالت د کرنې او مالدارۍ وزارت خوشبینۍ هم زیاتې کړې دي او زیاتوي چې له سوکالۍ سره به په ټول هېواد کې د کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance