The news is by your side.

افغان چارواکو پر کونړ د پاکستان برید وغانده

خبریال وېب پاڼه/د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ باندې د پاکستاني ملېشو برید چې په کې و شمېر ملکیان شهیدان او ټپیان شول، وغانده او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټولو اصولو تخطي وبلله.

د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ باندې د پاکستاني ملېشو پرونی برید وغانده او زیاتوي چې افغان پوځیانو او پوله ساتو له خپلې خاورې څخه د دفاع او ملي حاکمیت سبېڅلې دنده ترسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هر خل د پاکستان ملکي حکومت له افغانستان سره اړیکې تودې کړې دي، د دغه هېواد د ترهګرۍ ځالې (ISI) ورته بریدونه کړي دي او هڅه کوي په دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ تشنج زیات کړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان پر وړاندې خپلې ټولې سوداګریزې پولې پرانیستې. وړمه ورځ د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک هم ویلي وو چې له پاکستان څخه د خیر ښېګڼې تمه کول مناسب نه دي او په وینا یې د سوداګریزو دروازو په خلاصولو کې هم کوم شوم مطلب لري.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان له لوري د دیورند له پورې غاړې د کونړ ولایت پر اړوندو سیمو راکټي بریدونه، چې له کبله یې د سرو مال تاوانونه اوښتي، په کلکه غندي.

په همدې حال کې له کونړ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې پر دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي جګړه هغه رامنځته شوې کله چې پاکستاني لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې نوي تحرکات پيل کړل او پر کونړ یې توغندي وتوغول.

مصمم وایي د پاکستانیو او افغان پوځیانو ترمنځ نښته د چهارشنبې په ورځ شاوخوا یوه بجه پيل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مستقیم ډول د نښتې یادونه نه ده کړې خو په غیرمستقیم ډول یې دې موضوع ته په اشاره ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې پاکستاني لوري هوکره وکړه چې اوربند وکړي او په سیمه کې د دواړو هیوادونو د پوځي مسوولانو تر بیرغ لاندې غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان له خوا دا ډول بریدونه د افغانستان لپاره د منلو نه دي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د دې ډول اقداماتو مخه ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو جوړېدل هم د دوو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدا سبب بللي دي.

په دې وروستیو کې په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره په اخ او ډب لګیا دی، پاکستاني ملېشو د تپل شوې کرښې په اودو کې د تاسیساتو جوړولو او دغه راز د اغزن سیم غځولو ته ملا تړلې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance