The news is by your side.

هند پسې امریکا هم د ټیک ټاک بندولو ګواښ کړی

خبریال وېب پاڼه/موده مخکې هند په خپله خاوره د ټیټک په ګډون د چین شاوخوا ۶۰ انټرنیټي اپلیکېشنونو باندې بندیز ولګاوه، اوس امریکا هم د ورته اقدام ګواښ کړی دی.

په دې وروستیو کې له پیکېنګ سره د نوي ډهلي او واشنګټن د اړیکو په خرابېدو سره د اقتصادي بندیزونو څپې هم زور اخیستی دی، اوس تازه امریکایي چارواکو په خپل هېواد د ټیک ټاک د بندولو ګواښ کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د عامه اړیکو رییس مایک میډوز خبریالانو ته وویل متحده ایالات به په راتلونکو اونیو کې ټیک ټاک او نور چینایي پروګرامونه بند کړي.

هغه وویل چې څو تنه په ملي امنیت کې په ټیک ټاک، او نورو پرورګامونو کې دخیل دي چې کولی شي ملي امنیت زیانمن کړي او د امریکایی اتباعو په اړه معلومات راټول کړي.

هغه وویل چې دلته کوم مهلت ټاکلی شوی نه دی، مګر زه فکر کوم چې دا به نه اونۍ وي او نه میاشتې.

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تیره اونۍ تایید کړه چې د متحده ایالاتو حکومت په متحده ایالاتو کې د ټیک ټاک اپلیکېشن بندیز غواړي.

د هغه په وینا، واشنګټن باور لري چې د کاروونکو شخصي معلومات به چینايي چارواکو ته سپارل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د فاکس نیوز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا ټیک ټاک او د چین د خواله رسنیو نور اپلیکېشنونه بندوي.

د ټیک ټاک اپلیکېشن له ۳ څخه تر ۶۰ ثانیو پورې خورا لنډې ویډیوګانې خپروي چې ډېر خلک یې ویني.

ټیک ټاک د پیکینګ مېشت  بایټ ‌ډانس پورې اړه لري.

د ځینو رسنیو د راپورونو په اساس آمازون مخکې له خپلو کارمندانو څخه غوښتنه کړې وه چې ټیک ټاک له خپلو تلیفونونو څخه لرې کړي

څه موده مخکې د هند لومړي وزیر په خپلو اتباعو باندې د ټیک ټاک په ګډون ۵۹ چینایي انټرنیټي اپلیکېشنونه بند کړل. نوموړي دا کار وروسته له هغه وکړ چې له چین سره پر ګډه پوله اخ او ډب کې یې یو شمېر سرتیري د چینایي پوله ساتو لخوا ووژل شول.

دغې پېښې په ټول هند کې غوغا را پورته کړه او له خپل حکومت څخه یې د چین پر وړاندې یې د ورته اقدام غوښتنه کوله.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance