The news is by your side.

د ملا عمر ساتونکی عبدالرحمن آغا د ISI لخوا تښتول شوی

خبریال وېب پاڼه/د طالبانو پخوانی لوړ پوړی نظامي چارواکی د طالبانو د پاکستان د څارګرې ادارې لخوا تښتول شوی دی.

د ملا عمر آخوند ساتونکی او د طالبانو د هغه مهال د نظامي محکمو مشر عبدالرحمن آغا د کوېټې په کچلاخ کې د آی آېس آی لخوا تښول شوی دی.

دا چې ولې د پاکستان څارګرې ادارې دا کار کړی دی، لا څرګنده نه ده خو په کوېټه کې د طالبانو ځینې سرچینې وایي چې نوموړی د طالب مشرانو په غوښتنه د پاکستان څارګرې ادارې نیولی دی.

عبدالرحمن آغا داسې مهال لادرکه کېږي او د طالبانو په وینا د آی اېس آی لخوا نیول کېږي، چې دغې وسله والې ډلې اوس تازه په خپلو نطامي او مذاکراتي برخو کې بدلونونه را وستل. لا څرګنده نه ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې برخلیک کومه خوا روان دی خو په دې وروستیو کې یې هیلې زیاتې شوې دي.

یو شمېر غربي شنونکي په دې باور دي چې طالبان هڅه کوي یو غولوونکی دریځ مخته یوسي چې د دې تر شا هم د پاکستان د استخباراتو لاس دی، تر څو په وینا یې وکولی شي له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته یو ځل بیا کورنیو جګړو ته مخه کړي.

امریکایي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان لا هم د تاوتریخوالي په اوج کې دي او له دغې وسله والې ډلې څخه د خیر ښېګڼې تمه کول ښایي مناسب نه وي. له همدې امله ډېری وخت امریکایي جنرالان طالبانو ته ګوت څنډنه کوي چې تاوتریخوالی قابو کړي او له حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

په کوېټه کې د عبدالرحمن آغا نیږدې خپلوان وایي چې نوموړی په اصل کې د بلوچیستان د پښتین له سیدانو څخه دی او ملا عمر ته ډېر نیږدې کس ؤ.

ویل کېږي دغه پخوانی طالب چارواکی د اوسنیو طالبانو له دريخ سره ناساز ؤ او څو ځله یې طالبانو ته ویلي وو چې پاکستان مو په خپلو کټو را څرخوي، نو په خبره یې باید باور ونکړي. د نوموړي همدا څرګندونې د دې لامل شوې دي چې د طالبانو په شیطانت نوموړی د پاکستاني استخباراتو لاس ته ولوېږي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د طالبانو له لوموړۍ درجه لیکو څخه خبریال ته رسېدلو اسنادو کې په ډاګه شوي وو چې طالبان د پاکستان څارګره اداره دغه هېواد ته دوی د مرګ د ټیکټ لپاره ور بولي او بیا یې په افغانستان کې ورانکاریو ته را لېږي. که خبره یې و نه مني، دوی یې په خپ لاس وژني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance