د کرونا په تړا دروغتیا وزارت دروغ ! ترکیې کابل ته الوتنې وځنډولې
خبریال وېب پانه – ترکیش ایرلاین وروسته له هغه افغانستان ته خپلې الوتنې وځنډولې چې د کرونا وایرس په تړاو دافغانستان د روغتیا وزارت دروغ ورته بربنډ شول .
دافغانستان د ملکي هوايي چلند مشر قاسم وفايي زاده ویلي چې د ترکیې هواييچلند « ترکش ایرلاینز» خبر ورکړی دی چې افغانستان ته نوري الوتنې نه کوي .
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه مامور خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ترکیه په دې باور ده چې دافغانستان حکومت د کرونا وایرس په تړاو په خپل هیواد کې د پام وړ ګامونه نه دياوچت کړياو په افغانستان کې کرونا ناروغي لا اوس هم په شدت کې روانه ده ؛ ځکه دوی نه غواړي چې افغانستان ته په اوسنیو شرایطو کې نوري الوتنې وکړي.
درې اونۍ وړاندي د جون میاشتې پر ۲۴ نېټه له درې میاشتني ځنډ وروسته د ترکیې هیواد لمړنۍ الوتکه د کابل پر هوايي ډګر را کوزه شوه ؛ هغه مهال افغان حکومت دا خپل بری باله چې ترکیش ایرلاینز بیا افغانستان ته خپل پروازونه پیل کړل ؛ خو د ترکیې هیواد افغانستان د کرونا وایرس بهیر څاره او د دریو اونیو په تېرېدو سره یې یوځل بیا په خپلو پروازونو بندیز ولګاوه .
د افغانستان حکومت چې د نړۍ د بل هر هیواد بر خلاف د خپلو کرونا ککړو کسانو دقیق شمیر نه لري؛ لا له وړاندي په کور دننه له سختو نیوکو سره مخامخ وو. خلکو پر حکومت تور پوريکاوه چې د کرونا وبا په تړاو دقیق معلومات نه خپروي .
په کور دننه افغان ولس د افغانستان د روغتیا وزارت د کرونا پالیسي په وړاندي مجبور ګڼل کېده او په لویه کې د د یوه کندهاري حاکیم (حاکیم الکوزي) درملو ته پناه یوړه ؛ خو په خواله رسنیو کې دافغان حکومت خلاف خپل کمپاین ته دوام ورکړ .
د کرونا وبا په وړاندي دافغان حکومت ناسمي پالیسي او دقیق معلومات نه خپرولو ترکیه مجبوره کړه چې بیرته خپل پروازونه وځنډوي .
کارپوهان په دې باور دي چې که چېرته افغان حکومت د کرونا وبا په تړاو افغان ولس او نړۍ واليټولنې ته دقیق معلومات ور نه کړياو په خپله پالیسي کې بدلون رانه ولي،ښايي د ژمنه شویو مرستو نه هم لاس په سر شي.
د باوځواک په نوم د یوې ټولنې د سروې له مخي په افغانستان کې یو پر دریمه برخه یعنيتر (۱۰) میلیونه زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي، خو افغان حکومت دا شمیرې ردوي او وايي چې په ټول افغانستان کې د کرونا وایرس (۳۵۴۷۵) کسان نیوليچې دا په کور دننه افغانانو او بهر کې نړۍ والې ټولنې ته دروغ بریښي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.