د مچلغو بند جوړونې په چارو کې پراخ فساد روان دی
خبریال وېب پاڼه/ په پکتیا کې د مچلغو بند چارې چې د څلورم ځل لپاره د ارګ د ځانګړې عملیاتي ادارې لخوا پیل شوي، چې اوس د خلکو او انجنیرانو له نیوکو سره مخ دي.
دوی په پروژه کې فساد ته ګوته نیسي او په ټیټ کیفیت د چارو په ترسره کیدو نیوکه کوي.
خو د یادې پروژې مسولین بیا په ښه کیفیت باندې د کارونو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي.
د پکتیا د مچلغو بند د پلېدو چارې په تېر شپږو کلونو کې درې ځله چارې له ځند او خنډ سره مخ شوې دي چې عمده دلیل یې امنیتي ستونزې بلل شوې دي.
اوس یې یو ځل بیا د څلورم ځل لپاره تازه د جوړېدو چارې د ارګ د عملیاتي ادارې لخوا پیل شوي، چې د معلوماتو له مخې تر دې دمه یې شاوخوا ۸ سلنه چارې ترسره شوي.
خو د پروژې په چارو کې فساد او په خراب کیفیت د چارو ترسره کیدل هغه څه دي، چې مسلکي انجینران پرې نېوکه لري.
دوی وایي د ځمکو د خړوبولو لپاره د جوړیدونکو دوه غځېدونکو کانالونو په چارو کې د ټیټ کیفیت مواد استعمال شوي.
د خبریال وېب پاڼې سیمه ییزو همکارانو هڅه کړې وه چې تر کار لاندې سیمې هغه تصویرونه واخلي چې کم کیفیتي یې په ډاګه کوي، خو د مسولینو لخوا اجازه نه ده ورکړل شوې.
د ارګ په عملیاتي ادارې یوه بله نیوکه دا هم ده، چې د پروژې د یو شمېر کارونو چارې نورو قراردادي شرکتونو ته ورکړي چې کار په سم ډول نه تر سره کوي.
په دې وروستیو کې په ارګ باندې د فساد په ترویج او د دغې شومې پدیدې په پر وړاندې د مبارزې په ټکني توب باندې نړیوالې او کورنۍ نیوکې زیاتې شوې دي.
په پاکتیا کې د دغې پروژې د تطبیق کوونکې ادارې مسولین بیا په په خپلو چارو کې د ښه کیفیت موادو باندې د ترسره کیدو ډاډ ورکوي او وایي، چې له بند څخه د غځېدونکو دوو کانالونو د کیندن کارۍ چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به د بند د ساختمان د جوړېدو چارې پیل کړي.
د بند د چارو د خراب کیفیت په تړاو د خلکو اندېښنې مو د پکتیا له ولایتي ادارې سره شریکې کړې، خو وايي، له دوی د بند د چارو د نظارت صلاحیت اخېستل شوی او د خلکو ستونزې یې له اړوند ادارو سره شریکې کړې.
د مچلغو بند څخه غځیدونکي دوه کانالونه چې یو یې ۱۲ کیلومتره او دوهم یې شاوخوا اوه کیلومتره په اوږدوالي جوړیږي، ۲۳۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو او تر ۴۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ګمبیري کمپ کې د حکومت لخوا په پلان شوي هوایي ډګر باندې هم نیوکې زیاتې شوې دي او دا د کنړسیند د اوبو د پردي کېدو یوه هڅه بولي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.