The news is by your side.

غني عبدالله ته مارشالي ومنله خو نوماند وزیران یې نه مني

خبریال وېب پاڼه/د ګډ او وېشل شوي حکومت د را منځته کېدو شاوخوا دری میاشتې تېرېږي خو بیا هم ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره د دواړو مشرانو نوماندان پوره شوي نه دي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې غړي په خپلو دوبنیو رخصتیو باندې وځي، ډاکتر عبدالله د خپل نوماند وزیرانو نوملړ له ارګ سره شریک کړی چې تېره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رد کړ او ویې ویل چې کابینې ته د ډاکتر عبدالله نوماندان وړ کسان نه دي.

په ورته وخت کې ګڼ شمېر هېوادوال اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو پر دوړاړو مشرانو نیوکه کوي چې دوی د هېواد لپاره هېڅ فکر نه لري او خپلې شخصي ګټې پالي.

دوی پر ولسمشر غني باندې نیوکې کوي چې دوستم ته د ډاکتر عبدالله په غوښتنه د مارشالۍ رتبې ورکړه مناسبه او د کابینې نوماند وزیران یې نا مناسب بلل هسې د خلکو غولول دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په جوزجان کې عبدالرشید دوستم ته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکړل شوه. دغې رتبې په کور د ننه توند غبرګونونه له ځان سره لرل.

که څه هم ولسمشر غني او د نوموړي مرستالانو په دغې مراسمو کې برخه نه لرله او ولس ته یې دا ښودل چې ګواکې دا کار د عبدالله دی، خو په ولسي کچه له ولسمشر غني څخه هم ګیلې زیاتې وې چې ولې یې له عبدالله سره د نوموړي مارشالي هم ومنله او د تاریخ یوه بده پېښه یې په خپل نوم ثبت کړه.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د سياسي هوکړې له مخې د عبدالله عبدالله ټيم ته په کابينه کې برخه ورکوي، خو نوموړی به له ژمنې سره سم مسلکي او وړ کسان معرفي کوي.

تازه د کابينې پر سر د ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله ترمنځ د جنجال راپورونه ورکړل شوي دي، خو د ولسمشر غني وياند صديق صديقي یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ولسمشر غني ټول ټينګار پر دې دی چې دا ځل په مسلکي او سياسي وزن برابره کابينه رامنځته کړي او د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوي کانديدان وړتيا نه لري.

د معلوماتو له مخې له ډاکتر عبدالله څخه غوښتنه شوې چې هر څومره ژر کېږي پر ځای يې نوي او وړ کسان معرفي کړي، خو د وزارتونو پر سر د عبدالله په ټيم کې جنجالونو دغه پروسه نوره ټکنۍ کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.