The news is by your side.

ترکیې فاروق وردګ د سفیر په صفت رد او جایداد یې کنګل کړ

خبریال وېبپاڼهترکیې هیواد د محمد اشرف غني‌ له لوري‌ معریفي کړل شوی نوی سفیر فاروق وردګ رد کړی او د هغه جایدادونه یې کنګل کړيدي .

خبریال وېبپانې ته د ارګ سرچیو وویل چې فاروق وردګ د ولسمشر غني‌ په مکتوب ترکیې هیواد ته د نويسفیر په توګه معریفيشوی وو؛‌ خو د ترکیې حکومت د فاروق وردګ په تړاو د پلټنو تر پایلي ‌پوري‌ د نوموړي ‌له منلو ډده کړې وه .

د ترکیې حکومت رسمآ افغانستان ته خبر ورکړی چې فاروق وردګ په اداريفساد کې ښکیل دی او د پوهنې د وزارت پر مهال یې د ترکیې هیواد د فتح الله ګل افغان ترک لیسو څخه 23 میلیونه ډالر د ریشوت په تو ګه اخیستي دي او هغوی ته یې د فعالیت اجازت ورکړی دی .‌

سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ترکیې د پلټنو پر مهال دا هم موندلي‌ دي‌ چې د افغانستان د پو هنې پخوانيوزیر فاروق وردګ په ترکیه کې د ۳ عشاریه ۴ میلیونو په ارزښت شتمنيجوړه کړې وه چې د ترکیې د حکومت له لوري ‌کنګل شوې ده .

هم داراز ترکي حکومت د فاروق وردګ د مېرمنې او د هغه د وراره (چې زوی کړی یې دی ) اوږدې اکامې هم باطلې کړي‌ دي‌ .

فاروق وردګ ته یوې نېژدې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې فاروق وردګ په ترکیه کې صرف (۳) کورونه لرل چې ټول ارزښت یې تر یونیم میلیون ډالرو رسېده ؛ خو په ترکي‌ بانکونو کې پیسې لرلې چې اوس د هغه هیواد د حکومت له لوري ‌کنګل شوې دي .

که څه هم تر اوسه افغان حکومت د ترکیې هیواد د وروستي‌ اقدام په اړه غبرګوڼ‌ نه دی ښودلی؛ خو د ارګ سرچینې وايي چې ترکي حکومت دا ګام د ولسمشر اردوګان په امر اخیستی دی .

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د پوهنې د پخواني‌ وزیر فاروق وردګ غبرګون ترلاسه کړو خو ونه توانیدو.‌

د ا د اشرف غني‌ او عبدالله د حکومت لومړنی سفیر دی چې د فساد په تور رد شوی دی؛‌ خو افغانستان اوس ددغه هیواد دتاریخ په اوږدو کې تر بل هروخت په فساد تورن هیواد بلل کیږي‌.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.