The news is by your side.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته مرګونی ګواښونه ډېر شوی

خبریال وېب پاڼه/پاکستان په مستقیم او غیر مستقم ډول هڅې کوي چې د کوزې پښتونخوا پښتانه فعالان او د سیمي په مرموز او غیر مرموز ډول شهیدان کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړي محسن داوړ په خپله ټویټر پاڼه باندې د الفرقان وزیریستانۍ څانګې هغه اعلامیه خپره کړې ده چې په کې ویل شوي، د پي ټي ایم غړي باید ووژل شي.

تر دې وړاندې یوې بلې تازه ظهورې ترهګرې ډلې هم په یوه ورته اقدام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د وژنې خبرداری ورکړی ؤ. په دې وروستیو کې پاکستان هڅه کوي له هرې ممکنه لارې د پښتنو پر وړاندې تشدد او افراطیت تر بل هر وخت زیات کړي او په مرګ یې وګواښي تر څو له خپلو مسلمو حقونو پر شا شي.

دا لوموړی ځل نه دی چې د پي ټي ايم غړي په مرګ ګواښل کیږي، په تېرو څو کلونو کې پاکستان تر خپل لاس او مالکیت لاندې ترهګرې ډلې په ځلونو د دغه غورځنګ ځپلو ته هڅولې وې.

د الفرقان وزیریستان څانګې د ترهګرې ډلې په دې اعلاميه کې محسن داوړ هم واجب القتل بلل شوی او خپلو کسانو ته يې امر کړی دی چې نوموړي له منځه يوسي.

په ظاهره دا اعلامیه داسې ښکاري لکه د آی اېس آی په مرکزي دفتر کې چې لیکل شوي وي، ځکه ټول هغه څه چې د پاکستان څارګره اداره ترې وېره لري، په کې په ډاګه شوي دي. د بېلګې په ډول، یو ځای په کې راغلي چې د پښتن ژغورنې غورځنګ دې د بهرنیانو له پیسو اخیستلو نه ډډه وکړي که نه په وینا یې انجام به یې ښه نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان څارګره اداره فکر کوي چې پي ټي ایم له افغانستان او هند څخه مالي امکانات تر لاسه کوي خو دغه غورځنګ په دومره سپېڅلتیا او ولولو سره مخکې روان دی چې د پاکستان د څارګرې ادارې هر ګواښ بابیز ګڼي او وایي چې موږ د خپلو حقونو لپاره سینې او سرونه سپر کړي دي.

محسن داوړ دې ادعاوو ته په ځواب کې ليکلي چې، موږ په وار وار ويلي چې په پښتني سيمو کې ترهګر ګروپونه بيا د منظم کېدو په حال کې دي، خو موږ ته ځواب نه دی راکړل شوی. په ورته مهال ترهګرو بېرته پښتني سيمو ته مخه کړې او دا ټول د پاکستانۍ ادارې په ملاتړ کېږي.

ښاغلی داوړ زیاتوي چې زه به خپلو هڅو ته دوام ورکړم، ان که زما د سر په بیه هم تمام شي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی ایدوکیټ هم د پاکستان پلوه ترهګرو تر برید لاندې راغی چې له نېکه مرغه ژوندی ترې ووت.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance