The news is by your side.

دطالبانو درې ورځې اوربند او درې موخې !

خبریال وېب پاڼهوسله والو طالباو له اوږدو خپل منځيخبرو او د سوليلپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړياستازي‌ زلميخلیلزاد سره تر دوه ځله خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې په لوی اختر کې به درې ورځې اوربند کوي‌.

د اوربند دا پرېکړه په کور دننه او له هیواده بهر د افغانانو له لوريوستایل شوه؛ خو ددې ډزبندیز تر شا د طالبانو درې مهمي موخې او اهداف پراته ښکاري‌

ظاهرآ خو طالبانو د ډزبندیز په کولو دا ځل له حکومت نه وار دمخه کړ او په ولس کې ځانته د ځای جوړولو بریالۍ هڅه وکړه.

د طالبانو له لوري‌ د ډزبندیز پرېکړه د ستایلو ده او باید هر افغان یې وستايي‌؛ خو دا اوربند تر شا درې مهم عوامل پراته دېچې موږ یې یو په بل پسې له تاسو سره شریکو.‌

له اوربند نه د طالبانو سیاسيګټه !   

طالبانو د درې ورځنياوربند په اعلانولو سره هڅه وکړه چې په ملکي‌ او نړۍ واله کچه دا ثابته کړي‌ چې دوی د ښه نیت په وجه ډزبندیز اعلان کړ او د دریو ورځو لپاره یې د افغانانو له وژلو لاس واخیست.‌

دوی په سیاسيډګر کې دا هم ثابتول غواړي‌ چې نړۍ او د افغانستان حکومت ته وروښيي چې طالبان یو لاس؛ یو اواز او یو قوت دي‌؛‌ او هر کله کولای شيچې په یوه خوله اوربند وکړياو تاوتریخوالی ختم کړي‌.‌

هم دا راز طالبانو د دغه ډزبندیز په کولو سره له امریکا سره د خپلو نویو جوړو کړیو اړیکو مزيلا نور را ټینګ کړل او هغوی ته یې دا ور وفهموله چې دوی د امریکا غوښتنې پرځمکه نه غورځوياو د هغوی په غوښتنه اوربند کولای شي‌.

دا ډزبندیز ددې سبب هم کېدای شي چې طالبان له افغان زندانونو خپل پاتې زندانیان آزاد کړای شي‌.

نو په ټوله کې د اوسنيدرې ورځني ډزبندیز تر ټولو لویه ګټه وسله والو طالبانو ته رسي‌ چې دا د دوی پر سیاسي بري دلالت کوي‌.

له اوربند نه د طالب جګړه مارو د هوساینې کار اخیستل !

د طالب مشرانو له لوري‌ د درې ورځني اوربند اعلان او د حکومت له اړخه ددغه ډزبندیز بدرګه په جګړه کې ښکیلو طالبانو ته د هوسا کېدو او له یوې سیمي بلې ته په آزاده پښه د تګ راتګ لپاره تر ټولو ښه طریقه ده.

هغه نوي‌ تغیرات او تشکیلات چې د طالبانو له لوري‌ په خپلو لیکو کې شوي‌ دي؛‌هغوی به اوس په آزاده پښه له کوټې تر کندهاره او له کندهاره تر کندوزه تګ راتګ وکړي‌ او هغه طالب مشران چې همېشه یې له کوټې او پېښوره خپلو ځواکونو ته قوماندې ورکولې اوس به له هرې وېريپرته په افغانستان کې دننه په جوماتونو او لویو مېلمستیا وو کې له وسله والو طالبانو سره وګوري؛ ځینو ته به د پیسو او ځینو ته به د وسلو د زیاتولو ژمنې ورکړي‌ او هغه وسله وال طالبان چې د خپلو ځینو مشرانو لیدلو ته یې اوږده انتظارونه کښلي‌ دي اوس به وتوانیږي‌ چې هغوی له نېژدې وګوري.

طالبان به خپل هغه ټپیان او ناروغان هم اوس د اوربند نه په ګټه اخیستلو له یوه ځایه بل ځای او په لویه کې پاکستان ته انتقال کړای شي‌. مطلب دانه دی چې طالبانو دا کار وړاندي‌ نشوای کولای بلکه اوس به د ټپیانو ملګري له هغوی سره د ولسي‌وګړو په نوم په پراخه پښه د ښارونو تر زړونو ووزي‌ او پر پخو بې تکلیفه لارو به ځانونه روغتونونو ته ورسوي‌.

نو په لویه کې ویلای شو چې د اوربند په کولو سره طالبان د بلې او خطرناکې جګړې لپاره ښه تیاری کولای شي او مشران یې په آزاده پښته له دوی سره لیدلای شي‌.

له اوربند نه د وسلو او باروتو د انتقال په توګه کار اخیستل!

ټولو ته روښانه ده چې وسله والو طالبانو تېرو دوو میاشتو کې په پراخه کچه بریدونه وکړل؛ داسيبریدونه چې د نړۍ ټولې رسنۍ ورباندې وغږېدې.‌
افغان امنیتيځواکونو او ولسي‌ خلکو ته درانده تلفات واوښتل؛ دا هرڅه په وسلو او مهماتو شويدي‌ او په تشو خبرو خو دومره بریدونه نشي کېدای.

ځیني سرچینې وايي چې د کوچني‌ اختر د اوربند پر مهال چې طالبانو د افغانستان ګوټ ګوټ ته دومره وسلې او مهمات انتقال کړل چې که اوسنی ډزبندیز وه هم نشيښايي تر ډېره وخته خپله جګړه روانه پرې وساتي؛‌او اوسنيډزبندیز کې به هم هم دا ډول کار وکړي.‌

مطلب دادی چې طالبانو د اوسني‌ ډزبندیز نه مهمې موخه ترلاسه کول غواړي‌ او تر ډېره بریده د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې بریاليهم برېښي.

پایله !

که څه هم دا ممکنه نه ده چې دافغانستان حکومت او ددغه حکومت امنیتي‌ ځواکونه او استخبارات دې وتوانېږي‌ چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د راتلونکو وسلو او باروتو مخنیوي‌ دې وکړي؛ خو د جګړې د شدت د کمولو په موخه دافغانستان حکومت ته د کوټلو ګامونو اخیستلو ضرورت دی چې دا اوربند تر نورو هغو زیات وڅاري‌ او د جګړې د زیاتېدو د مخنیويهڅه وکړي‌.

لیکوال: نیکمحمدځدراڼ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance