د امریکا د کانګرس بې ماسک غړي به له مجلس ویستل کیږي
خبریال وېب پاڼه/ د امریکا استازو مجلس کې د دیموکرات ګوند مشرې د کانګرس پر ټولو غړو او د دفترونو پر کارکوونکو د ماسک اچول لازمي کړل.
نوموړې ګواښ وکړ که د کانګرس هر غړي ماسک وانه چولو له مجلس به یې وباسي.
په ورته مهال د تګزاس ایالت یو استازي چې بار بار یې د ماسک له اچولو سره مخالفت ښودلی وو او دا کار یې د پوښتنې وړل بللی و، پر کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ اخته دی.
مېرمن نانسي پلوسي دا پرېکړه پرون چهارشنبه وروسته له هغې اعلان کړه، چې د تګزاس ایالت د جمهوریت غوښتونکي استازي لوٸس ګوهمرت د کرونا ټېسټ مثبت راووت.
ټاکل شوې وه چې ښاغلی ګوهمرت د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، چې په همدې موخه یې سپینې ماڼۍ د کرونا ټېسټ کړی وو.
نوموړي څو ځلې د ماسک استعمال بې ګټې بللي وو، وړاندې تر دې چې د کرونا ویروس ټېسټ یې مثبت معلوم شي، د ویلیام بار په استجوابیه ناسته کې ٥ ساعته بې ماسک ناست وو.
امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ماسک له اچولو سره مخالفت ښوولی وو، نوموړي ویلي وو چې امریکایانو ته د ماسک اچولو امر نه کوم، خو کله چې امریکا کې د کرونا له وبا زیات خلک مړه شول او وضعیت خراب شو ټرمپ هم ماسک وتړلو.
ټرمپ بیا ویل چې د ماسک له تړلو سره مخالف نه یم، خو د ګڼې ګوڼي او ناروغانو په ځایونو کې دې ماسک وتړل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.