ټیک ټاک په امریکا کې له بندیز سره مخ شو
خبریال وېبپاڼه – د چین تر ټولو مشهوره خواله رسنۍ ټیک ټاک به نور په امریکا کې فعالیت بندوي. دا پرېکړه ولسمشر ټرمپ وکړه .
صدر ټرمپ د امریکایي کمپنیو لخوا د ټیک ټاک ویډيو ایپ د اخستو د وړاندیز ملاتړ هم نه ؤ کړی .
دلنډو ویډیوګانو خپرونکې رسنۍ ټیک ټاک دامریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک کاروي او دا اپ شاوخوا دوه اربه ځله خلکو خپلو موبایلونو ته ښکته کړی دی. د چین تر ټولو مشهوره اپ بلل کېږي.
یوازې په امریکا کې دټیک ټاک د کارونکو شمیره د ۱۶ کروړو څخه زیاته ښودل شوې دی خو د نورينړۍ ترڅنګ دا اپ په افغانستان کې هم ډېر کارونکي لري .
ټیک ټاک د چین د یو مشهور ټولنیز نیټ ورک له لوري په کار اچول شوی اپ دی چې خلکو ته دلنډو ویډيوګانو،په سندرو دشونډو ځوځولو او غبرګو ویډیو ګانو جوړولو او خپرولو اجازه ورکوي.
د نړۍ اکثره ځوانان او پیغلي ددغه اپ د کارولو عاديشويدي او د یادې کمپنۍ له را وتلو وروسته د فیسبوک د انسټګرام اپ تر ډېره خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی.
که څه هم په نوي کهول کې دې ټولنیزې رسنۍ ټیک ټاک زیات مقبولیت پیدا کړی خو ددې ترڅنګ په یادې رسنۍ دا نیوکې هم دومداره دي چې په سیاسي او نسلي توپیرونو اډاڼه داسې ویډیو ګانې هم نشروي چې دخلکو ناخوښۍ سبب ګرځيدلې دي.
ټرمپ او ځیني نورامریکایي چارواکي اندېښنه لري چې ټیک ټاک ددغه هیواد مليامنیت ته ګواښ پېښولای شي او ددې رسنۍ دکاروونکو معلومات د چین دحکومت ګوتو ته ورتلی شي چې ښايي د امریکا خلاف وکارول شي.
بل پلو دټیک ټاک دکمپنۍ بائټ ډانس دریځ دا دی چې هغوئ دامریکایي صارفینو په اړوند معلومات د چین حکومت ته نه ورکوي بلکې دا معلومات په امریکا او سنګا پور کې خوندي ساتل کیږي.
که څه هم یوځل وړاندي امریکا دا اندېښنه ښودلې وه چې ټیک ټاک به بندوي؛ خو وروسته یې خپله خبره بېرته واخیسته البته دا ځل ولسمشر ټرمپ اټل ښکاري او د ټیکټاک د بندولو اعلان یې وکړ.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.