ننګرهار: پر محبس برید د ١١ بریدګرو په هلاک کېدو په بشپړ ډول پای ته ورسېد
خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار پر محبس برید چې پرون ماښام ٦:٤٠ دقیقې پیل شوی وو د ٢٣ ساعتونو جګړې وروسته د یوولس بریدګرو په هلاک کېدو پای ته ورسېد.
په برید کې ٣٤٠ بندیان او د برید ځای ته څېرمه په شرق پلازه کې چې برید ګرو ترې ډزې کولې ٤٠ کورنۍ ژغورل شوي.
په برید کې ٢٥ تنه ملکیان، بندیان او نظامیان شهیدان شوي، ٤٨ ټپیان شوي او ١٠٢٥ تښتېدلي زندانیان بېرته نیول شوي دي.
ننګرهار: پر محبس برید د ٨ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد
خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار پر محبس برید چې اته ساعته یې دوام وکړ، د اتو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
خو عیني شاهدان وایي، د برید له ځایه اوس هم ډزې اورېدل کیږي او برید پای ته نه دی رسېدلی او د شرق له پلازې لا هم ډزې کیږي.
د دفاع وزارت لوی درستیز وایي محبس زندان د دوی په لاس کې دی او په محبس کې جګړه پای ته رسېدلې ده، پنځه بریدګر په محبس کې ووژل شول د بریدګرو له لوري درې زندانیان وژل شوي چې دوه تنه یې طالبان دي او په سیمه کې د ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات روان دي.
جلال اباد: ټول (۱۰۲۵) زندانیان بیرته نیول شوي
خبریال وېبپاڼه – د ننګرهار په مرکزي زندان کې ټولټال (۱۷۹۳) زندانیانو شتون درلود چې برید وشو او له (۴۳۰) زندانیانو پرته نور ټول بندیان له زندان نه وتښتېدل، ځینيزندانیان له پلان سره سم وتښتېدل او ځیني زندانیانو د جګړې له وېري زندان پرېښود او ځانونه یې امنیتي ساتونکو ته وسپارل .
ددغو زندانیانو له برخې یو شمیر شهیدان او ټپیان شوي هم دې چې دقیق شمیر یې نه دی روښانه؛ خو امنیتي چارواکي وايي چې (۱۰۲۵) زندانیان یې بېرته نیولي دي.
چارواکي وايي چې (۴۳۰) زندانیان چې په زندان کې پاتې وو ژوندي ژغول شوي او تصفیوي عملیات دوام لري .
په جګړه کې د قربانیانو شمیر شیبه په شیبه تغیر کوي خو د ملي امنیت چارواکو خبریال وېبپآڼې ته وویل چې تر دم ګړیه (۸) ترهه ګر وژل شوياو د زندانیانو، ملکیانو په ګډون له نظامي سرتېرو سره سره ټول تر (۳۰) زیات کسان شهیدان دي.
د ټپیانو شمیر تر (۹۰) زیات بلل کیږي او د ننګرهار په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی .
افغان چارواکي وايي چې د بریدګرو شمیر(۱۵) ته رسېږي چې (۸) یې وژل شوي او پاتې نور یې ډزې کوي.
جلال اباد جګړه: اوه برید کونکي ووژل شولاوتلفات نور هم جګ شول
خبریال ېبپاڼه – د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار دننه جګړه لا هم دوام لري خو اوس خبریال وېبپاڼې ته راسېدليتازه معلومات ښيي چې د (۱۰)بریدګرو له جملې یې (۷) کسان وژل شوي او درې نور لا هم ډزي کوي.
د ننګرهار د واليویاند خوګیاڼی ددې خبرې پخلی کوي؛ خو د نورو تلفاتو شمېر (۸۰) او وايي چې ۲۹ شهیدان او (۵۰) زخمیان لرو؛ البته د خبریال وېبپاڼې ته د ملي امنیت سرچینو وویل چې شهیدان تر (۳۰) زیات او ټپیان تر (۹۰) زیات ديچې هغوی کې ملکيوګړي چې ښځې او مشاشومان پکې شامل دي:امنیتي سرتېري او ځینيزندانیان هم شامل دي.
د مليامنیت سرچینې وايي چې برید ګر په انتهاييمهارت جګړه کويداسي ښکاري لکه پاکستاني کمانډویان یا په بله معنا د پآکستان د کمانډو روزل شوي ترهه ګر .
د ننګرهار د مليامنیت یوې لوړرتبه سرچینې دا خبره خبریال وېبپاڼې ته وکړه او زیاته یې کړه چې له صورت حال نه یې کابل خبر کړی دی .
سرچینه وايي چې دا سي اسناد یې هم موندليدي چې برید ګر د ډیورنډ کرښې ها غاړه پرتلیفون خبرې کړيدي.
لوی درستیز احمدضیا جلال اباد ته ورسېد
خبریال وېبپاڼه – دافغانستان لوی درستیر احمد ضیا د ننګرهار مرکز جلال اباد ته رسېدلی او د عملیاتو ساحې ته تللی دی .
نومړي پوځ ته هدایت کړی چې د زندان به جګړه کې له پوره احتیاط نه کار واخلي چې ولسي وګړو ته تلفات وانه وړي.
د ننګرهار په زندان کې دننه او په شرق پلازه کې لا هم ترهه ګر موجود دي او پر امنیتي ساتونکو ډزيکوي.
دا په ننګرهار کې د تېرو (۲۰) کلونو تر ټولو اوږده جګړه ده چې په جلال اباد کې دننه روانه ده.
دا جنګ پرون څه باندي شپږ بجې پیل شو او تر اوسه یې دوام وکړ. پّ دغه نښته کې (۲۲) کسان شهیدان شوي، درې ترهه ګر وژل شوياو (۸۵) نور ټپیان دي.
جګړه دوام لري.
جلال اباد: جګړه روانه تلفات تر(۱۰۰) واوښت
خبریال وېبپاڼه – دافغانستان په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې لا هم د وسله والو ترهه ګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده . د مليامنیت سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تر دم ګړیه(۲۲) امنیتي سرتېري؛ ولسيوګړياو زندانیان شهیدان شوي او تر (۸۵) نور ټپیان دي
تر اوسه د (۳) ترهه ګرو د وژل کېدو راپورونه هم تلاسه شوي دي. د مليامنیت سرچینې وايي چې له زندان نه د تښتېدلو زندانیانو لوی اکثریت یې بېرته نیولی، خو د زندان په بارکونو کې لا هم ځیني ترهه ګر پټ دي.
دا جګړه چې اوس یې کابو شل ساعته وشول د یوه هاموي پوځي ګاډي په مټ په ځانمرګيپیل شوه چې د ننګرهار د زندان دروازه یې والووزوله او پراخ تلفات یې واړول .
په جګړه کې د قربانیانو شمیر د ننګرهار چارواکيرسمآکم ښيي او علت یې دا بلل کیږي چې په خلکو کې وېره لا زیاته نشي .
د جګړې سیمې ته کمانډو ځواکونه هم رسیدلي دي او پوځي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی له زوره او ځواک نه ځکه کار نه اخلي چې د ولسيوګړو تلفات زیات نشي.
ننګرهار(۵۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې
خبریال وېبپاڼه – د اننګرهار امنیتي سرچینې وايي چې په برید کې د زندان په دروازه کې په لمړيبرید کې (۷) کسان شهیدان شوي دي؛ او بهر (۵) نور شهیدان لرو . ټول ټال (۳۷) کسان ټپیان دي چې د ځینو روغتیا يي حالت د اندېښنې وړ دی. په ټپیانو کې ماشومان او ځینيزندانیان هم شامل دي .
تر دم ګړیه (۲۹) تښتېدلي زندانیان بېرته امنیتيساتونکو نیولي خو لسګونه لا هم ورک دي.
شرق پلازه کې درې بریدګر پر خلکو ډزي کوي ؛ د ننګرهار په زندان کې اور بل دی او د زندان له مینځ نه لوخړيپورته کیږي .
سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ټول بریدګر(۱۰) کسان دي چې (۳) یې هلاک شوي شوي او (۷) یې لا هم ډزيکوي .
هم دا شیبه افغان امنیتي ساتونکي د زندان له درېیمې دروازې هم ورتیر شول او د زندان مینځ کې یې له بریدګرو سره جګړه روانه ده .
د شرق پلازې ته ختلي ترهه ګر پر افغان امنیتيځواکونو هدفي ډزې کوي چې تلفات یې هم اړولي دي.
ځايي چارواکي وايي چې ښايي په کورونو کې هم خلکو ته تلفات اوښتي وي؛ خو دمګړی نه معلومیږي چې څومره به وي؛ ځکه شرق پلازه کې ځیني فلټونه هم د اوسېدلو لپاره شته دي .
ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکي شهیدان شوي
خبریال وېبپاڼه – د ننګرهار د ملي امنیت چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د موټر بم په لمړي برید کې د زندان ټول ساتونکي شهیدان شوي او بریدګر زندان ته ننوتي دي.
له زندان نه تښدېدلي زندانیان په زوره د خلکو کورونو ته ننوزي ؛ څلور بریدګر د زندان سره په خواکې لوړپوړې ودانۍ ته ختلياو پراخې ډزي کوي .
یو شمیر زندانیانو ته هم تلفات اوښتيدي؛ خو تر اوسه یې دقیقه شمیره نه ده روښانه .
د ننګرهار زندان له منځه تورلوګي را پورته کیږي او سخته ناورین وهلې فضا ده .
طالبان: ننګرهار برید موږ پوريتړاو نه لري
خبریال ویبپاڼه – د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي چې دا برید په دوی پورياړه نه لري او د طالبانو له لوري نه دی شوی.
افغان حکومت واييچې دا برید وسله والو طالبانو کړی او پراخ تلفات یې اړولي دي .
خبریال وېبپاڼې ته د ننګرهار د روغتون ډاکترانو وویل چې تر دم ګړیه (۳) شهیدان او ۲۵ ټپیان وروړل شوي او ښايي دا شمیرې نوريهم زیاتې شي.
د ننګرهار د مرکزي زندان دروازه په موټر بم الوزول شوې او وسله وال په زندان ننوتيدي.
هم مهاله پر زندان باندي دشا له لوريهم برید شوی دی چې ډزيلا هم دوام لري .
د ننګرهار په فضا کې پوځي چورلکې په ټیټ پروازونه کوي او د ننګرهار له هوايي ډګره تور لګي پورته کیږي.
په ټپیانو کې ۴ ماشومان دي چې دیوه روغتیا ييحالت د اندېښنې وړ دی .
نور جزیات وروسته؛ له موږ سره اوسئ
ننګرهار کې د تلفاتو شمیر نور لوړ شو!
خبریال وېبپاڼه – امنیتي چارواکيواييچې اوس ننګرهارکې یو ځل بیا ډزي
ننګرهار: هواييډګر؛محبس او استناف محکمه په نښه شوي
خبریال وېب پآڼه ـ د ننګرهار نه تازه رارسېدليراپورونه وايي چې پر محبس د شويبرید سره هم مهاله د هغه ولایت پر هواييډګر هم درې توغنديرا لوېدلي چې تاسیساتو اور اخیستی دی .
پر زندان باندي د مخ له لوري د درنې چاودنې برید شوی چې د چارواکو په ګومان موټر بم برید دی او د شا لخوا پر زندان ډزيکېږي.
په فضا کې الوتکې په ټیټ پرواز الوتنې کوي .
د ننګرهار د ملکي روغتون یوه ډاکتر خبریال وېیپاڼې ته وویل چې (۳) شهیدان او ۱۲ ټپیان ورته را وړل شويدي.
په ننګرهار ښار کې د جګړې په ډګر کې ایسار د خبریال ډاټ کام همکار واييچې سختيډزې روانې دياو پولیسو او امنیتيساتونکو لارې بنديکړې دي.
جلال اباد: ۷ برید کونکي ووژل شول اوتلفات نور هم جګ شول
لوی درستیز احمدضیا جلال اباد ته ورسېد
جلال اباد:جګړه روانه تلفات تر(۱۰۰) واوښتل
ننګرهار(۵۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې
ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکي شهیدان شوي
طالبان: ننګرهاربرید موږ پوري تړاونه لري
ننګرهار: هوايي ډګر؛محبس اواستناف محکمه په نښه شوي
تازه خبر! جلال اباد کې پرله پسې چاودنې او درنه جګړه پیل شوه
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.