The news is by your side.

د ټرمپ خلاف د فیس بوک او ټویټر ګډ‌اقدام !

خبریال وېبپاڼه – د خواله رسنیو تر ټولو لويو دوو ادارو فیسبوک او ټویټر هم مهاله د ولسمشر ټرمپ‌ هغه ټویټونه او پوسټونه لیري کړي ‌دي چې د کرونا وایرس په تړاو ناسم بلل کېدل او د یادو ادارو په وینا غلت معلومات یې خپاره کړي ‌وو.

دا لمړی ځل دی چې د امریکا غوندي ‌ځواکمن هیواد د ولسمشر پوسټونه او ټویټونه پر یوه وخت خواله رسنۍ لیري کوي .

دې ستونزمنې کړنې په امریکا متحده ایالاتو کې بحثونه را پارولي‌ دي؛  خلک وايي چې د ولسمشر لپاره داسي‌خبرې انتهايي‌نا سمې دي چې د کرونا وایرس په تړاو یې کوي. ‌

فېسبوک وايي، یوه کوچنۍ ویډیو یې چې له فاکس نیوز سره له مرکې یې راخیستې وه، په دې خاطر لیرې کړه چې په هغې کې د ‘کووېډ-۱۹’ په اړه ناسم معلومات شامل ول، په غلطه ادعا شوې وه چې ماشومان له دې وایرسه خوندي دي.

روغتیا پوهان وايي، ماشومان له کورونا وایرسه معافیت یا خوندیتوب نه ‌لري، خو دا سمه ده چې تر لویانو د هغو ماشومانو د مړینو شمېر لږ دی په کووېډ-۱۹ اخته شوي.

دوی دا هم وايي چې ماشومان او ان د مور شیدې څښوونکي کوچنیان هم په کووېډ-۱۹ اخته شوي دي.

ټوېټر په موقتي ډول د ټرمپ کیمپېن رسمي اکاونټ یا پاڼه د ورته ویډیو د خپرېدو په خاطر بنده کړه او ویلي یې دي چې مخکې تر دې چې د بل ټویټ د خپرېدو اجازه ورکړي باید هماغه ویډیو ډیلیټ یا لیرې شي.

وروسته د ټرمپ ټیم له لوري په یوه ټویټ کې وویل شول چې له پوښتنو سره مخامخ شوې ویډیو لیرې شوه.   

د کمپاینرانو د همېشني عادت سره سم د ولسمشر ټرمپ د کیمپېن ملي مطبوعاتي ریيس مرستیالې کورټني پاریلا د فېسبوک او ټوېټر له لوري د ولسمشر د پوسټونو لیرې کېدو ته په اشاره وویل، دا د ولسمشر پر وړاندې د ټولنیزو شبکو یو بل ناوړه نمایش وو چې مقررات یوازې پر یوې خوا عملي کوي.

خواله رسنۍ چې اوس تر بل هر وخت زیاتې د اهمیت وړ بلل کیږي،‌تر ډېره یې قانونونه سخت شوي‌او هره ورځ په خپلو پالیسیو کې بدلونونه راولي‌.

دا ځل د ټرمپ له لوري د ناسمه ویډیو ګانو پر خپرولو د هغه اکاونټونه وتړل شول او ویډیو ګانې یې پرې لیري کړې، خو که فیس بوک او ټویټر دافغانانو پوسټونو او ټویټونو ته پام شو شاید دواړه ادارې خپل نشرات په افغانستان کې بند کړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.