The news is by your side.

اسټرالیا سوت افریقا ته په ۹۷ منډو ماته ورکړه

 

خبریال ډاټ کام: د اسټرالیا او سوت افریقا ترمنځ د شل اوریزو سیالیو سیریز په ورستۍ لوبه کې اسټرالیا سوت افریقا ته په ۹۷ منډو ستره ماته ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو سیریز وګاټه.

په دغې دریمه شل اوریزه لوبه کې د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه اسټرالیا هم په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۱۹۴ منډو هدف ټاکلی و چې په ډیرې اسانۍ یې وګټله.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې ډیویډ وارنر ۵۷ چټکې منډې د دوو شپږیزو او پنځو څلوریزو پرمټ جوړې کړې، دغه راز ارون فینچ هم ۵۵ منډې د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې پرمټ حوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د سوت افریقا لپاره د توپ اچونې پر مهال رباډا، نګیډي، شمسي او نورو ټولو مخکښو لوبغاړو یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ هو هدف یې کنټرول نکړ.

د سوت افریقا لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د ۱۹۴ منډو هدف په ځواب کې یوازې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۶ م اور کې ۹۶ منډې وکړې او سیالي یې بایلوده.

د سوت افریقا لپاره په توپ وهنه کې ون ډیر سن تر ټولو ډیرې ۲۴ کلاسن هم ۲۲ منډې وکړې، خو نورو تکړه لوبغاړو د ډیکوک په شتون کې منډې ونکړې.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې مېچل سټارګ او اګر درې – درې لوبغاړي وسوځول، زمپا بیا دوه لوبغاړي او مارش هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي د ۹۷ منډو په توپیر سره د اسټرالیا لوبډلې وګټله چې په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو سیریز دوه پر یو وګاټه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی هم چټک توپ اچوونکي میچل سټارک اعلان شو هغه نن درې مهم لوبغاړي سوځولي و.

د شل اوریزو سیالیو له پای ته رسېدو سره سم به د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم د فبرورۍ پر ۲۹ مه نېته پیل شي.

دواړه لوبډلې په داسې حال کې پنځوس اوریزه سیالۍ پیلوي چې له دې وړاندې په سیریز کې دواړو لوبډلو یوه جالبه لوبه وکړه، خو پاتې دوه لوبې یو طرفه وشوې.

د ا لوبلړۍ په داسې حال کې روانې دي چې د سویلي افریقا پخواني کپټان له خپلې دندې استعفی کړی چې په دې سره د شل اوریزو او پنځوس سیالیو کپتان کویټن ډیکوک اعلان شوی دی.

نوموړي د کپټانۍ پر مهال اسټرالیا ته د شل اوریزو سیالیو سیریز بایلود، خو ممکن په یو ورځنیو سیالیو کې ماته ورکړي .

د سویلي افریقا لوبډلمشر ډیکوک د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ له بایللو وروسته وویل ، چې دوی راتلونکو یو ورځنیو سیالیو ته په بشپړه توګه چمتو والی لري.

ډیکوک وایي چې شل اوریزې سیالۍ یې د لوبغاړو له پرله پسې غلطیو وروسته وبایللې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.