د ازادو سیالیو اتل نصرت حقپرست امریکایي سیال ته ماتې ورکړه
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان مبارز ځوان نصرت حقپرست نن سهار د ازادو سیالیو نړیوال سازمان یا (UFC) کې په درې راونډونو کې او د امتیاز په حساب سره امریکایي سیال “الکس مونوز” ته ماتې ورکړه او د افغانستان بیرغ یې یو ځل بیا پورته کړ.
دا د نړۍ په ازادو سیالیو کې د افغان ځوان نصرت حقپرست ١٢مه بریا ده.
حقپرست تر تردې وړاندې هم د ازادو سیالیو په نړیوالو لوبو کې د نړۍ اتلو لوبغاړو ته سختې ماتې ورکړي.
د ازادو سیالیو په نړیوالو لوبو لوبوکې د درې افغان لوبغاړو، احمد ولي هوتک، باز محمد مبارز او نصرت حقپرست کار کردګي، لوبې، اتلولۍ او لاسته راوړنې زیاتې دي.
افغانستان کې په وروستیو څو کلونو کې د ورزش په برخه کې زیات پرمختګونه شوي، چې له دې ډلې یې کرېکټ، فوټبال، ولیبال، باکسټبال، ازادې سیالۍ، المپیکي لوبې او نور ورزشونه د یادونې وړ دي.
افغانستان به نه یوازې په دې ورزشونو کې نارینه لوبډلې لري بلکې ښځینه لوبډلې هم لري چې وخت نا وخت له ګاونډیو هېوادونو سره سیالیو ته وځي.
په دې وروستیو د کرېکټ ښځینه لوبډله چې تر دې وړاندې یې شتون نه درلود بلکې اوس مهال ورته اکاډمي پرانیستل شوې.
د نجونو کرېکټ اکاډمي د افغانستان د دکرېکټ ملې لوبډلې مخکښ توپ اچوونکي راشد خان له لوري پرانیستل شوې.
راشد خان د نجونو کرېکټ اکاډمۍ پرانیستې کې ویلي وو،وو چې موخه یې په افغانستان کې د نجونو کرېکټ ته وده ورکول دي او ممکن له دې لارې وکولی شي افغانستان د نجونو د کرېکټ ملي لوبډله هم رامنځته کړي او نجونې هم حق لري لريچې ورزش او په ځانګړې توګه کرېکټ وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.