The news is by your side.

کرونا وایرس پاکستانۍ کالداره تاریخي‌ زیانمنه کړه

خبریال  ویب پاڼه / نوې ګدې ‌شوې وبا (کرونا وایرس) د نړۍ نېژدې هر هیواد ته زیان اړولی دی ؛ خو پاکستانۍ کالداره یې ډېره زیاته را غورځولې ده .

پاکستان چې د کار اوبار ډېر دارو مدار یې پر چین دی ؛ نن سبا له سخت اقتصادي‌ بدحالي سره مخامخ دی .

په پاکستان کې د ونډو بازار (سټاک اکسچینج) ۱۷۴۲ درجې را پرېوتی چې پر پاکستانۍ کالداره یې سخت اثر کړی دی . پاکستانۍ کالداره د ونډو دبازار له را لوېدلو سره هم مهاله د ډالر په مقابل کې اتیا پیسې را ولوېده .

اقتصاد پوهان وايي‌ چې د پآکستان اقتصاد په زغرده لاندي روان دی او دم ګړی داسي ښکاري چې د هري ورځي‌په تېرېدو سره اقتصادي‌ستونزي‌لا نوري زیاتېږي .

کرونا وایرس په نړۍ واله کچه پر اقتصاد باندي بد اغیز کړی دی ؛ د لسګونو هیوادونو وګړي‌ سفرونه نه کوي‌ او نړۍ وال ایرلاینونه یا هوايي شرکتونه له ستونزو سره مخامخ دی .‌

تېره ورځ د پاکستان د ونډو په بازار کې د څلورنیم فیصده کمبوت راغلی وو او د پانج شنبې په سهار چې کله د ونډو بازار پرانیستل شو د ۳۶۶۸۹ وو خو د هرې لحظې په تېرېدو کوز روان وو؛ د خبریال ویب پاڼې همکار اجمیر خان وايي‌ چې د ورځې تر پایه د پاکستان په کراچې کې د ونډو بازار ۳۵۹۵۶ ته را ولوېدو او تقریبأ ۱۰۰ کمپنۍ سختي‌تاواني شوې .

اقتصاد پو هان وايي‌ چې د کرونا وایرس له ډېرېدا سره هم مهاله په نړۍ کې پر اقتصاد باندي‌بدي اغیزي پرېوزي ‌چې دې کار د نړۍ لوی او واړه هیوادونه سخت اندېښمن کړي ‌دي‌.

د کرونا نړۍ والې وبا په ټوله نړۍ کې پر مالدارو او سرمایه دارو باندي بد اغیز کړی دی او هغوی په سختو اندېښنو اخته دي‌؛ خو یوازي‌مالدار نه دی بلکه د نړۍ غریبان هم د همدغې ړۍ والي‌ساري‌ناروغۍ له کبله په زیات تشویش کې اخته دي‌.

خلک وايي ‌چې د کرونا وایرس له وېري ښارونو کې کارونه ټکني‌ شوي ‌او تر ډېره بریده کاریګر کار ته زړه نه ښه کوي‌.

د کرونا وایرس په پایله کې په ایټلي کې ټول بازارونه او هټۍ تړل شوې دي ؛ البته یوازي ‌د خوارکي ‌توکو او درملو پلورنځي‌ و ته د پرانیستلو اجازت ورکول کیږي .

د کرونا وایرس اوس د نړۍ په لویه برخه کې خلک نیولي‌او مرګ اندازه یې تقریبآ‌۵۰۰۰ زرو ته نېژدې شوې ده .

د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ د ګڼو نورو هیوادونو سره سره له اروپايي ټولنې نه هم ټول کسان بند کړي‌دي‌ ؛ خپلو خلکو ته یې هم په خپل هیواد کې د پاتې کېدو هدایت کړی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance