The news is by your side.

د سفر پرمهال هم د افغان مېرمنو عزت خوندي نه دی

خبریال وېب پاڼه/ په وروستیو کې د افغان مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې مخ په ډېرېدو دي، د کاري دفتر واخله ان تر کلي. افغان مېرمنو ډېر ځل د ځان په وړاندې د نارینو بد چلند څخه شکایت کړی دی.

د سفر پر مهال هم د افغان مېرمنو عزت نه دی خوندي، هغوی په زور له موټرونو ښکته کوي او جنسې تېری پرې کوي.

د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د ملا نوخ بابا سیمه کې وسلوالو کسانو د سپرلیو ۳۰۴ موټر څخه درې مېرمنې په زور ښکته کړي او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې، چې وسلوالو کسانو د سپرلیو شاوخوا ۳۰ موټرونه لوټلي، د سپرلیو ټول شیان یې غلا کړې او د وروستي موټر څخه یې درې مېرمنې په زور یوې زړې کوټې ته وړي او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، اټکل شوی، چې یادې درې مېرمنې د هرات ولایت دي او غوښتل یې چې کابل ته سفر وکړي.

هغوی زیاته کړه، په دغو درې مېرمنو وسلوالو کسانو په یوه زړه کوټه کې جنسي تېری کړی او بیا طالبانو یادې مېرمنې یو کور ته وړي دي.

وسلوال طالبان وایي، په دغه سیمه کې چې یاده پېښه رامنځته شوې د دولت دوه پوستې هم شتون لري، خو نه ده معلومه چې په مېرمنو د وسلوالو کسانو له لوري جنسي تېری شوی او که نه.

د غزني حکومتي چارواکي مني چې تر ۳۰ د سپرلیو موټرونه د غلو له لوري لوټول شوي او داسې اوازې هم شته چې په درې مېرمنو جنسي تېری شوی دی.
دوی زیاتوي، یاده سیمه کې طالب وسلوال فعالیت لري.

دا په نږدې وخت کې د افغان مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو بده پېښه وه، چې د وسلوالو کسانو له لوري ترسره شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.