The news is by your side.

دمحتده عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون څنګه لاسليک شو؟

خبريال ويبپاڼه- تيره پنجشنبه د امريکا د محتده ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټوټير پاڼه اعلان وکړ چې د محتده عربي امارتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون لاسليک شو. او ښاغلي ټرمپ زياته کړي چې دا يوه ډيره تاريخي ورځ ده چې د منځني ختيځ يو عربي هيواد د اسرايلو سره دا ډول ډيپوماتيک تړون لاسليک کوي.

د ډونالډ له دې اعلان وروسته محتده عربي امارات دريم عربي هيواد شو چې له اسرايلو سره ډيپلوماتيک تړون لاسک کوي.چې تر عربي محتده امارتو مخکې مصر او اردون هم هغه دوه عربي هيوادونه وو چې له اسرايلو سره يې ډيپلوماتي اړيکې درلودې.

ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه د درې واړو هيوادنو اعلاميې يې هم خپرې کړي دي او ورسره ليکلي يې دي چې دا يوه تاريخي ورځ ده.

ښاغلي ټرمپ له دې وروسته په سپينه ماڼې کې خبريالانو ته مخامخ ځوابونه وويل. ټرمپ د خبريالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې اسراييل به له دې تړون وروسته د فلسطينانو پر ځمکه د قبضې لګولو پريکړې څخه په شا شې کنه.
ټرمپ د خبريالانو دې پوښتنې ته مخامخ ځواب ور نه کړ خو ولې ويې ويل چې له اسرايلي لوري سره په دې اړه په خبرو اترو لګيا دی.

د ټرمپ له دې خبرو وروسته د اسراييلو لومړي وزير بينيامين ياتنياهو رسنيو ته ددې تړون لاسليک کولو تاييد کړل او دايې د محتده عربي اماراتو او اسراييلو ترمنځ يو تاريخ تړون وبلل.

بل خو بيا د عربي نيوز ايجنسۍ د راپور له مخې د ابوظۍ ولي عهد شيخ مخمد بن زايد النهان د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراييلو له لومړي وزير سره ټيليفوني خبري کړي او ددې تړون په لاسليک يې خوښي ښودلي ده.
ددې تړون له مخې به دغه دواړه هيوادونو يو له بل سره په پانګه اچونه، سياحت، د نيغ په نيغ د پروازونو ، روغتيا او مواصلاتي ټيکنالوژي په برخه کې يو له بل سره مرسته کوي.

هيره دې دې نه وي چې دې تړون ځينې غبرګونو هم راپارولي.
په فلسطین کې مېشتې حماس جنګيالۍ ډلې دا تړون غندلی او ويلي يې دي چې دا تړون د عربي هيوادنو او فلسطينيانو په د غاړه د چاړې ايښودولو په معنا ده.

د ايران مذهبي مشرانو هم دا تړون غندلی او دا يو شرمونکی کار بللی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance