د هند مخکښ کرکټر مهندر سینګ ډوني نړیوال کرکټ پرېښود
خبریال وېب پاڼه/ مهندر سینګ ډوني د هند او نړۍ په کرکټ کې یو نامتو نوم دی، چې نن پنجشنبه یې نړیوال کرکټ سره خدای په اماني وکړه.
نوموړي په خپل انسټګرام د خپل لوبیز ژوند څو شېبې په یوه ویډیو کې ځړولي او ورسره یې دا هم لیکلي، ” د مینې او ملاتړ مو ډیره مننه. د ۱۹۲۹ ساعت نه وروسته ما تقاعد شوی وګڼئ”.
دا د نظامي ساعت وخت دی، چې د ۷ بجو او ۲۹ دقیقو سره سمون خوري او دا د هندي ستوري ډوني د نړیوال لوبیز ژوند پای ده.
د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مهندر سینګ ډوني د هند ملي لوبډلې لپاره په ۹۰ ټیسټ لوبو کې ۴۸۷۶ منډې، په یوه ورځنیو (ODI ) ۳۵۰ لوبو کې ۱۰۷۷۳ منډې او ۳۱۷ شل اورېزو سیالیو کې یې ۶۶۲۱ منډې جوړې کړي دي.
نوموړي د هند ملي لوبډلې لپاره لومړنۍ یوه ورځینۍ لوبه په ۲۰۰۴ ډسمبر په ۲۳ ترسره کړې، بیا لومړنۍ ټیسټ لوبه یې د سریلنکا په خلاف په په ۲۰۰۵ ډسمبر په دویمه ترسره کړه، چې بیا په ۲۰۰۸ کال د هند ټیسټ کيپټان هم شو.
د ۲۰۰۶ کال د ډسمبر په اوله یې د صوت افریقا لوبډلې خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه.
نوموړي د خپل لوبیز ژوند وروستۍ نړیواله لوبه د اسټرالیا خلاف په ۲۰۱۹ د فبرورۍ په ۲۷ ترسره کړې ده.
۳۹ کلن ډوني په ۱۹۸۱ د جولای میاشتې په اوومه نېټه د هند په رانچي کې نړۍ ته سترګې غړولي.
د هند دا نامتو لوبغاړی یواځینی کيپټان دی، چې د خپلې مشرۍ په وخت کې یې د هند لپاره د نړیوالې شورا د دریو سترو لوبو نړیوال جامونه ګټلي دي.
د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام په وروستۍ( پاینل) لوبه کې هند د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه او نړیوال جام هند د ډوني په مشرۍ وګاټه.
هند بیا په ۲۰۱۱ کال کې د کرکټ یوه ورځنیو لوبو کوربه و، چې ډوني د دغه جام پاینل لوبه د هند لپاره په شپږيزه وګټله.
د هند لوبډلې په ۲۰۱۳ کال د نړیوالې شورا چمپین ټرافي وګټله، چې دا لوبې برتانیې کې ترسره کېدې او د هند لوبډلې لوبډلمشر مهندر سینګ ډوني و.
د دې هندي لوبغاړي مینوالو د نړۍ په ګوډ ګوډ د هغه په استعفا خواشیني ښودلې او په ټولنیزو رسنیو یې د هغه انځورونه او د ځینو لوبو غوره شېبې خپرې کړې دي.
کرکټر ډوني د ورزش ترڅنګ د هند په پوځ کې هم لنډمهاله دنده ترسره کړې، چې د پوځ له لوري ورته د افتخاري ډګرمن رتبه هم ورکړل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې ډوني یواځې د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه او راتلونکي ای پي ایل (هند غوره لیګ) کې د چناي سوپر کینګ لوبډلې لوبډلمشر وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.