The news is by your side.

د پاکستان په وړاندې د ولس چغه

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان له لوري په افغان خاوره وروستيو بریدونو زیات تلفات لرل، سربېره د دې پاکستاني ځواکونه کوشش کوي، چې نوره افغان خاوره هم لاندې کړي.

د افغان ولس صبر نور تمام شوی دی او د دوی په وینا د یاد تروریست هېواد په وړاندې به خپل غبرګون وښيي.
دوی ته د حکومت چوپتیا نوره د زغم وړ نه ده او غواړي ترې چې د تروریستانو هیڅ کړنه دې هم بې جوابه پاتې نه شي.

د کونړ، لغمان، پکتیا او ننګرهار ولسونو د پاکستان ضد لاریونونه وکړل او پاکستان یې د تروریزم قوي ملاتړی یاد کړ.
د اګست ۱۴ مه چې پاکستان کې یې د خپلواکۍ ورځ بولي، خو لاریونکوونکو وویل، دا اصل کې توره ورځ ده.

زما په سترګو کې هغه انځور اوس هم ګرځي راګرځي، د پاکستانیو ځواکونو په بریدونو کې د کونړ یو شمېر اوسېدونکي ټپیان او شهیدان شوي و.

زه د شهیدانو کورنیو ترڅنګ ورغلم یو ماشوم راته په ژړغوني غږ داسې وویل: ” زه مدرسه کې وم، چې کور ته راغلم زمونږ په کور مزایل لګېدلی و او مور مې پکې شهیده شوې وه”.

دا د هغه سلګونو کورنیو د یوې کورنۍ حال دی، چې د پاکستانيو ځواکونو په بریدونو کې یې قرباني ورکړې ده.

پاکستان تل د لر او بر پښتنو ترمنځ بېلتون رامنځ ته کړی دی.
ختیځ کې یواځینۍ لار د څڅوبي لار وه، چې د پښتنو ستر قوم ترمنځ به پرې یو بل ته ازاد تګ راتګ کېدو، اوس دغه لار هم پاکستان بنده کړې او د دې ستر قوم ترمنځ یې د بېلتون بل داغ وهلی.

د پاکستان له لوري د افغان خاورې په اوسېدونکو د ظلمونو لړۍ د پخوا پیل شوې ده، چې لا دوام لري.
د پاکستان سره د افغانستان سرحدي سیمو ټول کورونه کنډواله شوي دي او زیات یې تش پراته دي.

د سرحدي سیمو اوسېدونکي د هره ورځ ګولیو په تنګ راغلي و او زیاتو یې خپلې سیمې پرېښي دي.

زما اوس هم یادېږي، تازه د ناوه پاس کنډو افغان ځواکونو نیولی و، بیا مونږ هم د دغه سیمې لیدو ته لاړو.
هلته د ګڼو ونو او بوټو په منځ کې تش پراته کورونو د انسان زړه څخه وینې څڅولې.

ما ولیدل د زیات کورونو دېوالونه په مرمیو سوري و، د کوټو چتونه یې راپرېوتي و او ان ځینې کورونو کې هغه نښې هم معلومېدې، چې اورونه ورته بل شوي و.

د ځینو راپورونو په اساس پاکستان په افغانستان کې په جګړه بوختو ترهګرو ملاتړی هم دی او له دوی سره مالي او ځاني مرستې هم کوي.
چې دا د پاکستان د تروریزم د ملاتړۍ ښکاره ثبوت دی.

د افغان خاورې اوسېدونکي وایي، حکومت دې نور غلی نه پاتې کېږي او د یاد تروریست هېواد په وړاندې دې غبرګون وښیي.
دوی زیاتوي، په خاوره مېړانه ورته د نیکونو ورپاتې ده، که د صبر حد یې تمام شو، د پاکستان په وړاندې به پراخ پاڅون وکړي.

د پاکستان د ګولیو په تنګ راغلي افغانان د نړیوالو ټولنو غواړي، چې نور دې چپ نه پاتې کېږي او د تروریستانو ملاتړی پاکستان او د سیمې سرطان سره دې حساب پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance