جعلي ټویټ:فرهان یوسفزی بریتانوي سایبر پولیسو مرسته غوښتې
خبریال وېبپاڼه – د افغانستان د کرټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د هغه ټویټ کارن سخت لټون پیل کړی چې په نوموړي پسي یې په یوه نوي اکاونټ د دروغو ټویټ کړی دی.
خبریال وېبپانې ته د کرکټ بورډ سرچینو وویل چې د فرهان یوسفزي په غوښتنه د افغانستان د ملي امنیت ادارې او د سایبر کرایم ادارو نه غوښتنه شوې چې په فرهان یوسفزي په سي د شوي ټویټ اصليعامل پیدا کړي.
د ټویټر یو کارن پر فرهان یوسفزي د جنسي ځورونې تور پوري کړی خو د ټویټ کونکي جوړ کړل شوی ادرس نوی او د کرکټ بورډ د سرچینو په وینا چې د ټویټر ادارې هغه یو جعلياو نوی اکاونټ بللی دی.
فرهان یوسفزي ته نېژدې سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د ټویټر ددغه کارن د موندلو په موخه د بریتانیا پلازمېني لندن ته تللی او هلته یې د بریتانوي سایبر پولیسو نه د ټویټر ددغه کارن د موندلو په تړاو مرسته غوښتې ده.
که څه هم تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې سایبر پولیسو به تر کومه بریده دا موضوع پلټلې وي؛ خو فرهان یوسفزي ته نېژدې سرچینې وايي چې د جعلي ټویټ تر کېدونکي کس به به ډېر ژر ورسیږي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
په افغانستان غوندي هیواد کې یو په بل پسې ټویټونه او فیسبوکي پوسټونه اوس دود شوي دي؛ خو ځیني د خواله رسنیو کارنان وخت ناوخته ډېر بېځایه او له اخلاقو وتلي تورونه لګوي چې لوړرتبه چارواکي یې پلټلو ته اړ کیږي.
پر فرهان یوسفزي د جنسي ځورونې تور ناببره تر هغه یوه ورځ وروسته پوري شو چې نوموړي د کرکټ بورډ اجرایه ریس لطف الله ستانکزی او خپل حقوقي مشاور عبدالله بارکزی له دندو لیري کړل.
که امنیتي ارګانونه او بریتانوي سایبر پولیس دا ثابته کړي چې ټویټجعلي او د یوه کس له لوري د شخصي عقدې پر بنیاد شوی؛ نو دا به ټویټ کوونکی له درانه سایبر جرم سره مخامخ کړي.
د کرکټ بورډچرمین فرهان یوسفزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د جعليټویټ کونکيپسي د افغانستان د مليامنیت اداره او د بریتانیا سایبر پولیس پلټنه کويچې ژر به یې رسوا او څېره به یې خلکو ته ورښکاره کړل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.