د ماشومانو د ذهني روغتيا لپاره کوم خواړه ډير ضروري دي
خبريال ويبپاڼه /د روغتيا يې برخي کارپوهان وايې که غواړي ماشومانو له ذهني روغيتا برخمن او په ذهني لحاظ قوي شي نو هغو د سبزيجاتو غوړو ته وهڅوی او يا يې خپله ورکړئ تر څو د سبزي په خوراک عادت شي. په ځانکړي هغه سبزي چې پاڼي ولري د ماشومانو لپاره ډيري ګټوري دي.
د امريکا د يوه پوهنتون ساينس پوهان په له ۸ نه تر ۲۴ مياشتو پوري په ۱۵۰۰ ماشومانو او تنکي ځوانانو باندي څيړني کړي دي، چې په پايله کې يې دا معلومه شوي چې د ماشومانو ذهني کمزوري د هغوی په بدن کې د فولادو په کميښت پوري اړه لري. دا ځکه ماشومانو په ځينو ازموينو کې پاتي او ناکام راځي.
د ساينسي موندنو پر اساس دا جوته شوي چې فولاد په بدن کې خليات(سليزونه) را ټولوي چې د ذهني او بدني کمزوريو د مخنوي لپاره پکاريږي. لکه څنګه چې فولاد ذهني کمزورۍ او ستړياوي لري کوي په همدې او ورته شکل بدني کمزورۍ هم له منځه وړي.
د پاڼو.درلودنکي سبزيجات چې د فوبادو تر ټولو ښه سرچينه ده لکه پالک ګولپي. شلخي او داسي نور يادولای شو.
دغه څيړني د امريکايې پوهنتون استاد ډاکټر بارټ لارسن تر سره کړي ده.
ښاغلی بارټ لارسن والدينو ته مشوره ورکوي چې تر ۲۰ کلنۍ پورې بايد خپلو اولادنو داسې خواړه ورکړل شي چې فولاد او اوسپنه پکې زياته وي.
په بدن کې د فولادو د کمښت تر ټولو غټې نښاني د سر درد ، کمزوري ، ځيګر درد او د جلد او پوستکي خرابوالی چې ځيني وخت د فولادو کمښت په سينه کې هم شديد دردونه پيدا کوي. او بله دا چې د وينې د نري والي باعث هم ګرځي.
ماشومانو ته هره ورځ د ۸ ملي ګرامو فولادو اړتيا شته چې بايدي ورکړل شي. او تنکيو ځوانانو ته د ۱۱ ملي ګرامو فولاد اړتيا ده. د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې بايد انجونو ته که وړې يا لويې وي ۱۵ ملي ګرامه فولادو ته هره ورځ اړتيا لري.
ډاکټر لارسن زياتوي چې فولاد دماغي خليات راټولوي چه که دا نه وي انسانان په ذهني ناروغپو اخته کيدا شي چې د ياد له منځه تلل او داسې نوري ناروغي منځته راوړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.