The news is by your side.

پاکستان ولي سعودي عربستان ته چاپلوسي کوي.

خبريال ويبپاڼه/ پاکستان که څه هم په اسلامي هيوادونو کې يوازيني اټومي قدرت دی خو د زيږدو له پيله تر اوسه د غربي او عربي هيوادنو په مرسته پايې او ساه اخلي.
د پاکستان او سعودي عربستان اړيکې د افغان جاهدينو له پيدايښت راهسي کله ډيرې ګرمې او کله بيا سعودي چندان ليفټ يا موقع پاکستان ته نه ورکوي.
خو پاکستان هم له خپل چل او مکر نه په استفادي نه غواړي خپل يو نيږدي مالي ملاتړ هيواد او خفه او له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له ړنګيدا وروسته او دلته د يو دولت له را منځته کيدا وروسته پاکستان او سعودي لا هم يو له بل سره نيږدي اړيکي او ګډي موخي درلودي.
که څه هم د سعودي او پاکستان د اړيکو د جوړيدو په تارپخ کې پاکستان ته په مکمل ډول شا نه ده کړي خو په دې وروستو کې دغه هيواد(سعودي) له پاکستان څخه زړه توری شوی او په اړيکو کې يې ډير سوړ والی راغلی دی.
دا ځکه چې سعودي عربستان په پاکستاني فوځي مشرانو کې د سعودي تر ټولو نيږدې ملګري پرويز مشرف او په ملکي سياستوالو کې يې ليږدې خواخوږی نواز شريف و. چې دغه دواړه سياستوال اوس د پاکستاني فوځ له خوا له سياسي سحنې څخه ويستل شوي او حتي په بند خونو کې پراته دي.

سعودي عربستان ځکه د عمران خان او اوسني فوځي مشر په پرتله له هغوی سره ډيري اړيکي درلودي دا ځکه چې د دغو دواړو.مشرانو لخوا په سيمه کې د سعودي په خوښه ډيرې ورانکاره پروژې محته وړل کيدې.

کله چې عمران خان واک ته ورسيد سعودي يې په اړه ډيري انديښنې لري خو د دې هيواد د فوځ مشر راحيل شريف په هغه وخت کې سعودي ته سفر وکړ او د سعودي چارواکو ته يې قناعت ورکړ.
خو سعودي بيا هم له عمران خان سره د ډير ګرمو اړيکو جوړولو ته زړه ښه نه کړ.

د پاکستان او سعودي د اړيکو خړپړتيا يو علت دا هم دی چې کله هم د سعودي نوی ولیعهد سلمان بن محمد واک ته رسيدلی. له سعودي بيخي نوی سعودي جوړ شوي. سلمان بن محمد زړو تکلارو ته يې شا کړي او په سعودي عربستان کي يې نوي بدلونونه راوستي دي.

سعودي د پاکستان په اړه له دې ټولې بې غوره او نه پام سره پاکستان بيا له هرې ممنکنې لار کوښښ کوي چې سعودي عربستان خوشاله او بيرته یې له مالي مرستو څخه برخمن شي.

اوس بيا تازه د پاکستان د فوځ مشر جاويد قمر باجوه سعودي ته سفر وکړ او هغوی ته يې ننواتي وکړي. له بلې خوا د اګست په ۱۴ د پاکستان لومړي وزير په خپلو خبرو کې د سعودي نوی وليعهد دومره وستايه چې هغه ته يې د خپل سکني ورو خطاب وکړ. او ويې ويل چې پاکستان او سعودي دواړه ښه دوستان دي.

د سعودي عربستان دا نوی وليعهد که څه هم له غربي افکارو متاثير دی.
خو داسې بريښي چې اوس د پاکستان په دوه مخۍ پو او د سيمې د يوه تروريست هيواد په توګه ورته ګوري

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance