The news is by your side.

يوه فلمي ستوري ته طلاق په ۸۵ ميليونه ډالر تمام شو

خبريال ويبپاڼه /که څه د فلمي ستورو او نړيوالو سوداګرو په ودنو کې خورا پريمانه او ډير مصرف کيږي، ودنو يې ډير شاندار او په ملينونو.ډالر پرې لګولوي. خو د دغو ستورو او سوداګرو طلاق هم ډير جالب او تر واده ډير مصرف پري راځي.

اوس تازه د جنوبي کوريا يوې جوړي ته طلاق ۸۵ ميلينونه تاوان رسولی. د جنوبي کوريا وتلی فلمي ستوري يو کال وړاندي واده وکړ خو اوس يې له ميرمن سره ژوند تريخ شوی او دواړو د طلاق پريکړه چې دغې جوړي ميرمن او خاوند ته ۸۵ ملينونه ډالر تاوان رسيدلی دی. ځکه دوی دواړه به حتمن ۸۵ ملينونه ګډ ډالره سره تقسوي او نور به د ټول ژوند لپاره مخه ښه کوي.

يوازي د جنوبي کوريا وتلی ستوری سانګ جونګ نه دی چې دغه ډول ګرانه طلاق تر سره کوي. بلکې جيف بيزوس هم په نړۍ کې تر ټولو ګران او قمت ترين طلاق تر سره کړ. همدارنګ د جنوبي کوريا يو بل ډرامي ستوري او د بالييوډ ځينو ستورو دې ورته او همدا رنګه چيني سوداګرو هم ډير قمت ترين طلاقونه تر سره کړي دي.

د جنوبي کوريا دغه وتلي ستوري سانګ جونګ او.ميرمن يې هایي کيوني په محکمه کې داسي پريکړه کړي چې طلاق وروسته به دوی ۸۵ ميلينونه ډالر سره ويشي.
داسې ويل کيږي چې په دغه رقم کې ډيره برخه د هايې کيوني دی چې په هغه کې ۳ داني کورنه چې ۱۲.۳ ميلينونه او نغدي روپي هم شاملي دي.

د نړۍ تر ټولو قمت ترينه او ګران بيه طلاق د چين بايو ټيک ميليادر ډو ويمن او د هغه ميرمني تر سره کړه چې د ډو ويمن ۴۹ کلنې ميرمني له خپل خاوند څخه دهغه يوازي نيمايې سرمايه ۳.۲ ميليارده ډالر تر لاسه کړ.

د جنوبي کوريا يو بل مشهور سوداګر هم دې ورته کار تر سره کړی دی. د ښاغلي يونګ ميرمن چې د يوه شرکت مشره هم ده له خپل خاوند څخه يې د طلاق په بدل کې د ۱.۲ ميليارده ډالرو غوښتنه کړي وه.

همدارنګه د بالييوډ وتلي فلمي ستوري رهتيک روشن او ميرمن يې چې په ۲۰۱۴ کال کې سره جلا او يو له بل څخه يې طلاق واخيست.
ښاغلي روشن هم خپلي ميرمني ته د طلاق د اخيستو په بدل کې ۵۰ ميليونه امريکايي ډالر ورکړل.

د يادولو وړ ده چې د اسلام په مبارک دين کې طلاق اخيستل جايز دی هغه هم د خاوند له له لوري خو ددومره لويو مصارفو څخه يې په کلکه منع کړي او دا ډول کارونه يې غندلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance